افغانستان

پوهاند حسن کاکړ وفات شو

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۱۷، ۱۳۹۵ل): د هیواد نامتو لیکوال او تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ د ۸۸ کلونو په عمر په حق ورسېد.

پوهاند کاکړ په ۱۹۲۹م کال د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د پلوټې په کلي زیږیدلی و. د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د تاریخ د څانګې څخه فارغ شوی و.

په لندن کې يې د ماسټړۍ ډپلوم او د امریکا په پرنسټن پوهنتون کې د تاریخ په برخه کې د دکتورا سند ترلاسه کړی و. پوهاند محمد حسن کاکړ په کابل پوهنتون کې د تاریخ استاذ په توګه دنده ترسره کړې او د تاریخ، سیاست او فلسفې په برخو کې يې ګڼ کتابونه لیکلي او ژباړلي دي.

نوموړی له څو لسیزو راهیسې د امریکا په کلیفورنیا ښار کې اوسید، بالآخره نن یې د کلیفورنیا په یو روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

زه پوهاند کاکړ به مرګ خوابدی یم ، چه زمونږ د هیواد یو مشر کم شو ، مګر د هغه هم د استعمار په ایزمی اوبو یعنی نشنلیزم کی رنګ شوی وو ، ځو ځله می ورسره لیدلی او په یو مجلس کی می ورسره مناقشه هم لرله . د هغه عقاید نشنلستی ( وطن پرستی ) وو ، کشکی د وطن پرستی په ځای یی ( وطن دوستی ) لرلی ، وطن برستی کفر او وطن دوستی نه یواځی اسلامی جواز بلکه ثواب لری زه هم وطن دوست یم او ټول مسلمانان وطن دوستان دی . په هر صورت… نور لوستل »

pattang

انا لله و انا الله راجعونږ
که څه هم مرګ فرض دی خو په کاکړ صیب مې ډېر زړه بد شه هغه دپښتنو دتاریخ پېژندنې یوه غټه سټه او زمونږ دهویت د پېژندلو لوی ادرس او پته وو ! الله پاک دې جنتونه ورکړي !

عارف امید

محترم بیانزی صاحب ! زه هم دمرحوم کاکړ صاحب په مړینه خوابدی یم مرحوم ته دفردوس جنت هیله لرم. تاسې دوطنپرستۍ اووطندوستۍ خبره کړې ده که لطف وکړۍ دهغو دتوپیر په هکله لږشانتې معلومات وړاندې کړي . په درنښت

الجاج استاذ بیانزی

امید صاحب سلامونه می ومنه ! فکر کوم په دی اړه مونږ یوه لیکنه څو کاله دمخه لیکلی وه ، به هغه لیکنه کی مفصل معلومات شتون لری ، هغه معلومات به د یوی تبصری د پاره زیات وی ، که هغه لیکنه مو ونه موندله زه به هم هڅه وکړم که یی پیدا کړم ایمیل به یی کړم ، که نه بله ورته لیکنه به انشاالله درته ولیکم ، زه ډیره مینه لرم چه ستاسی په شان خوږو او درنوو ورنو سره قلمی اړیکی او مفاهمه ولرم ، د مفاهمو نه لرل مونږ افغان سره ویشلی یو ، حتی… نور لوستل »

عارف امید

ښاغلي الحاج بیانزی صاحب! سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم. ما ستاسې لیکنه ونه موندله که زحمت نه کیږي هغه به لطف وکړې ماته راولیږۍ. ښایي زما ایمیل دنن ټکې آسیاددرنوچلونکوسره موجود وي. الله مومل شه

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x