نظــر

مدارس، ورپيښي ستونځي، او حل یې

مدارس د الله جل جلاله د دين د زدکړي مراکز دي، د الله جل جلاله  د سپين کلام د حفظ سربیره د سرفهرست شرعي علم تر څنګ د ګڼ شمیر نورو علومو په طلب د الله جل جلاله له لوري انتخاب شوي راټول شوي ټول رجال پاک او سپيڅلي وي، د دوی له قدمو لاندي نوراني فرشتي خپلي وزري ږدي، او  دوی  ستايل شویدي.

قران په مدرسو ساتل شوی، قران ته په سینو کي پاک ځای مدرسو ښودلي، قران له مدرسو خپور شوي، او مدارسو يې ننګه کړې، مدرسه د علم زانګو ده، د بیداری او ويښتابه زانګو ده.

که د مدارسو اړوند کتاب کتاب خبري وشي، کمي به وي، علماؤ يې په اړه کافي زیات لیکل کړي، د علم ذخیره ورباندي ښکلې ده، خو غواړم تر ډیره بریده هغو خبرو ته اشاره وکړم چي لا يې په اړه کافي لیکل نه دي شوي او یا زما مخ ته نه دي راغلي، په  هر حال!


لاندي ټکي له هر رنګ توپير څخه پاکي دي، او ټول تجویزات د اسلامي اصولو او قواعدو په دائره کي په نیت کي نیول شویدي.

په اسلامي نړی  کي مدارس لوړ حیثیت لري، د هر هغه هیواد په خلګو کي چي ديني شعور ډير وي، د مدارسو اثر او رسوخ هم همدومره ډير وي، کله چي د افغانستان په څير د کوم اسلامي هیواد  پر مدارسو نظر اچوو نو دا خبره باید ومنل شي چي دلته په عوامي حلقو باندي د مدارسو اثر څومره چي پکار وو، ډير کم دی، څرګنده ده چي کله د یوې مرکزي سطح ادارې ته مرکزي حیثیت ور نکړل شي، نو پر عوامو يې منګل ښخول ستونځمن شي، او په خلګو کي يې د مقبولیت ګراپ هم ټیټ شي، بیا نو څه خلګ دا رنګه اداري د معاشرې پر اوږو بار بولي، یا يې د قديمه اثارو د متبرکو عمارتونو څخه ګڼي، دا رنګه ځکه کيږي چي که کوم بلډنګ هم د حاضر عصر تقاضو ته شا کړي، هغه وخت خپله د اثار قديمه څخه شماري.

لاندي جمع شوې معلومات ښيې چي مدارسو ته پيښ څه مسايل خارجي او څه داخلي دي.

ديني مدارسو ته لاحق خارجي مسائل:

۱: حکومتي کړنپلانونه مدارس په خارجي طور له ګڼ شمیر مشکلاتو سره مخامخ کوي، لکه څرنګه چي حکومت د مدارسو له زوره اګاه وي، ځکه خو د وخت حاکمان د مدارسو د علمي، او افرادي قوت د ماتولو په هدف کله کله مذهبي شخصیات بلیک میل کوي، د هغوي مالي او جنسي سکینډلز مصنوعي جوړ، او نشروي، د مدارسو طلاب په وسلوالو عملیاتو تورنوي، او د عوامو له زړونو څخه د مدارسو د وقار اخیستولو په موخه له شیطاني دسايسو څخه کار اخلي.  

۲: د مطبوعاتو کردار د مدارسو خلاف د منفي ماحول په تشکیلولو کي خورا واضح دی، د وی هم د حکومت مټ ور مظبوطوي، پر مطبوعاتو د افعي مارانو په څير پراته حکومتي لابیان مطبوعات کانټرولوي،  ميډيا د حکومت د پټو ادارو د جاسوسانو په اشاره داسي پروګرامونه جوړوي په کومو چي اصل حقائق پټ شي، او پر ديني مدارسو باندي د بدنامي ټاپه لګول کيږي.

۳: د بعضي علاقائی او مقامي با اثر شخصیاتو کردار په بعضو علاقو کي هم مدارسو ته د سر درد وي، کله چي ديني مدارس د خپل ديني عمل اغاز وکړي نو په علاقه کي موجود دبعضو بد عنوانو عناصرو مفاداتو ته ځک رسي، په خلګو کي د بدعاتو، اخلاقي، او معاشروي بدیو مثلا رشوت، شراب، سود، سیاسي فساد، په اسلامي عقايدو کي د تحریف او د وغیره وغیره بدو اعمالو خلاف شعور جوړيږي، کوم چي  په عوامو کي بیداري راولي، که بیا چیرته د کوم باثر شخص پر لمن کومه بدې وي، نو د مدارسو خلاف خنډونه ایجادول شروع کړی.

۴: مطبوعات او مفسد عناصر د عوامو له سادګی ډير ښه خبر دي، هغوی پوهيږي چي دلته خلګ په تاویلو ماویلو خبرو باندي ژر خپله رايه ښي، او یقین ورباندي کوي، د همدې کبله کله کله هغوی د عوامو د رايو له لاري د مدارسو خلاف په لا شنولو کي مصروف وي، عوام یو خو دا چي د مدارسو اړوند همدردانه غور او فکر نه کوي، دویمه دا چي د حکومت یا د بدعنوانو عناصرو خلاف د مدارسو ملا هم نه تړي.

۵: د ديني مدارسو خپل تر مینځ د رابطي نشتون هم یو د یادوني وړ لوی مشکل دی، ديني مدارس د اسلام د دين پر ځای پر فرقه او نوم ولاړو بنیادونو باندي تقسیم دي، د یوې فرقي ديني مدرسه د بلې فرقي د ديني مدرسي څخه د ایټم بم په څير خطره محسوسوي، او همدا وجه ده چي سازشيان او بلیک میلران چي کله د یوې مدرسي خلاف عملیات کوي نو نور مدارس يې تماشا کوي، او یا د همدغه توپير پر فکر د  مخالفیونو سره  بالعکس مرسته هم کوي.

۶: د تعلیم د وزارت پاليسیاني تل د مدارسو نصابونو کي د تبدلي او بدلون غوښتونکي وي، کوم خلګ چي هلته ناست وي اکثر خپله په دې نه پوهيږي چي له ديني تعلیم څخه مراد څه دی؟ دوی ديني نصابونه د حاضر عصر له تقاضو سره سم هم آهنګ (اپ ډيټ) کول غواړي، لیکن نه خو د ديني تعلیم په اړه معلومات لري، او نه هم په ديني تعلیم کي د بدلون او تبديلی صحیح مفهوم پيژندای شي.

۷: د چندو پيدا کولو ټولني بعضي وخت پر داسي افرادو باندي مشتملي وی د چا چي د تعلیم له شعبي سره له هیڅ خوا نه تعلق نه وي، دا رنګه افراد په ټرسټ کي خپله اجاره داري جوړوي، او کوښښ کوي چي د مدرسې مدیر د خپلو پالیسیو ماتحت راولي، د کوم له وجي چي د مدرسې مقاصدو ته زیان رسي، او همدارنګه بعضو ځایونو کي قصداً د محض فنانس جمع کولو لپاره هر رنګ افراد په دې ټولنه کي ورشاملوي، ظاهره ده د داسي ټولنو له جوړوني څخه لوی لوی عمارتونه خو جوړيږی، لاکن کوم علمي، او فکري پيش رفت نشي کیدای.

۸: کوم مدارس چي د حاضر عصر له تقاضاوو سترګې پټوي، د هغوی طالب العلم په هر راز علمي حلقه کي خصوصاً، د کالج، او یونیورسټی، د طالبانو په مخ کي خپل ځان د مدرسي د طالب العلم په ښودلوکي  شرم محسوسوي، دارنګه د کمتری احساس کي راګیر افراد پخپله په عملي ژوند کي ګام پر ګام له مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي، دوی  عموما بیا  د کالج او پوهنتون د تعلیم خلاف ملا تړي، د دوی په مدرسه کي چي کوم ماشوم هم داخله واخلي ډیر ژر محسوس کړي چي د هغه علمي رشد، او ارتقاء دريدلي ده، بعضي طالب العلم صاحبان د يني تعلیم په مینځ کي پريږدي او تښتي، یا بیا د داسي مدارسو مخه کوي چيرته چي دواړه شان تعلیم ورکول کيږي، او داسي هم لیدل شويدي چي طالب په کالج یا پوهنتون کي داخله واخلي او د تل لپاره له مدرسي سره خدای په امانی وکړی، د کمترۍ د احساس په منګل ګیر افراد که د استاذی درجی ته  رسي هم، نوکه چیرته د هغه یو څه نوي څه زده وي خپل شاګرد ته يې ځکه نه ښيي، چي هسي نه له ما دوه ګوتي مخکي لاړشي.

۹: د علماء سوء او په نامه مفکرینو کردار هم خورا دجالي او خطرناک وي، یو څو له دوی څخه د دینداری ماسک په دي خاطر اغوستی وی، چي خپل دنیاوي مفاد تر لاسه کړي، دوی صرف او صرف د خپل شهرت، او پيسی لوټلو په ارمان وي، فتوا بازي، او په دين کي  تحریف، او بدعاتو ته فروغ يې خوښه  مشغله وي، او بعضي خلګو د  پیاده رو ناستو خلګو په څیر په ځان پسی شیخ، دوکتور، او پروفیسور غوندي لوي نومونه سريښ کوي، تر څو خلګ ګمراه کړي.

تر دې ځایه خو د مدرسو پر خارجي مسایلو بحث وشو، راشي اوس اوګورو چي په عموم کي د مدارسو داخلي ستونځي څه دی؟..

۱ـ په مدرسو کي مقدمات او اصلي علوم خو ویل کيږي، لیکن عملي علومو ته ځانګړي پاملرنه نه کيږي، له اولنیو نيولي بیا تر اصلي علومو پوري ټولو طالبانو ته په یوه سترګه کتل کيږي، اصلا د مدرسو په تعليمي نظام کي د طالبانو د ذهني سطح د درجه بندی مطابق هغوی ته د تعلیم ورکولو کوم خاص نظام نه دی موجود، دا د دې باعث ګرځي چي طالب تر ډیره وخته په قدیمو کتابونو پسی لګیدلی وي، او کله چي بیا په معاشره کي عملي خدمت ته مټی ونغاړي نو د نویو علمي تقاضو په کانټرولولو کي يې لاس خالي وي.

۲ـ د تربیتي نظام نشتون د علم او دانش پر اربابانو بیخی واضح دی، چي مدارس فقط تعليمي اداري نه دي، بلکه تعلیمي ا و تربيتی اداري هم دي، په یوه مدرسه کي تعليمي نظام د بدن او تربيتی نظام د روح حیثیت لري،د تعليمي نظام لپاره د مدارسو سره تر یو حده د عمل لايحه موجوده ده، لیکن له تربیتی لحاظه د شپي لمونځ، د قرآن تلاوت، دعا او مناجات کافی او بس ګڼل کيږي، بیا زیات نه زیات د اخلاقي درسونو په اهتمام کولو سره دا ګڼل کيږي چي د طالبانو تربیت کيږي لګیا دی، حالانکه تربیت فکري نه وړاندي د عملي شي نوم هم دی.

۳: د مدرسو د استاذانو د تعین، ترقی، او علمی رشد د انتظام نشتون د مدارسو پر فعالیت خورا منفي اثر غورځوي، په عموم کي له مدارسو سره د استاذانو د تعین، ترقی، او علمي رشد انتظام وجود نه لري، په اکثرو ځایونو کي داسي هم سته چي یو شخص چي کوم کتاب لوستی وي هغه وروسته د همدغه کتاب تدریس کوي، داسي شخص به شاید د کتاب تدریس وکولایشي، لاکن د مدرسي د استاد په طور يې تربیت نه کيږي، نو ځکه هغه ته نه وي معلومه چي د یوې مدرسي استاد باید په کومو اخلاقي او معنوي اوصافو باندي  پوښل شوی وي، بیانو په کلونو کلونو د دا شان استاد څخه  له ډیر زیار او کوښښ باوجود خپله د ښاغلي په څير شاګرد نشي پیدا کیدای، د داسی استاذانو په وجود کي راتلل د دې باعث ګرځی چي د نورو طلابو د علمی ترقی او رشد مخه په ټپه ودریږي، او دویمه دا چي خپله دا استاد هم په علمي لحاظ ترقي نشی کړای، او د همدغو کتابونو په تدریس چي اوس تدریس يې کوي ترپایه  مصروف وي، او خپله تعلیمي سلسله مخ کي نشي وړای، حالانکه اسلام کي د علمي ارتقاء د درولو هیڅ جواز نسته.

۴: د مدارسو عوامي، او سیاسي خدمتونه هم باید له یاده ونباسو، بعضي مدارس دا وړ خدمات بیخی حرام بولي، او بعضي خو دومره ژور لاړشي چي د سبق پر ځای ډنډه په لاس کي د زنداباد او مرداباد په نعرو هم ځان ستړی کړي هم جهان، دا رنګه خدمات ضرور دي، لیکن د معاشرې، او هیوادوالو د تربیت په خاطر، هغوی کي د سپين او سپيڅلي روح د پوکلو په خاطر، تر ټولو مهمه دا چي د یو پاک او سپيڅلي سیاست په پایله کي د نتایجو ترلاسه کولو په خاطر، د مجاهد په خاطر، نه دا چي له طالب العلم څخه د ورکر کار واخیستل شي.

۵: د ديني استاذانو او مدیرانو د اتحاد نشتون هم یو له سترو داخلي ستونځو څخه شمیرل کیدایشي، د هغوی هیڅ کومه فعاله اتحادیه نه ده موجوده او نه هم کوم متفق سوچ او فکر وجود لري، نه هم کوم داسي فلیټ فارم لري چي ټول ورباندي راغونډ شي او په ګډه مدارسو ته د ورپيښو ستونځو حل ولټوي. (الحمدلله د  افغانستان اسلامي امارت تر یو بریده دا مشکل حل کړیدی).

۶: کله کله لیدل کيږي چي مدرسه د امدن یو ذریعه جوړه شوې وي، د واضح ثبوت په طور باید یاد کړم چي بعضي خلګ خپله لا د نوي تعلیم سره اشنا نه وي، هغوی هم مخیر حضرات خپلي خواته د متوجه کولو لپاره د جديد تعلیم نعرې وهي، او مدرسه جوړه کړي، که له داشان خلګو نه د جدید تعلیم اړوند وپوښتې نو د هغوی په نزد به بیشکه د انګريزی ژبې ویل، او په کمپيوټر کي د سې ډی کیسټ چلول جدید تعلیم او زدکړه وي، د  دا رنګه مدارسو په وجود کي راتللو سره خلګ پر ټولو مدارسو شک نیسی، شاید کرکه ترې وکړی.

تر دې ځایه خو د مشکلاتو او مسائلو خبره وه، راځی اوس یې حل لټوو.

۱: مدارس د خپل فرقه وارانه پيژندني پر ځای باید:

الف: د اسلامي، او علمي پيژندني پرطرف قدم واخلي.

بــاء: پر علماؤ او پوهانو باندي مشتمل یو اسلامي تعلمي ټیم دي تیار شي، چا سره چي د ديني تعليمي نظام اړوند لا له وړاندي پخه تجربه وي، او  د فعالو ادارو څخه يې د شه کارکردګي جائزه اخيستي وي، هغوي دي اول راپور تاژ کړي، او بیا  دي د هغو تیار شویو تعليمي پروګرامونه د اجراء لپاره د عمل منصوبه بناء کړي، د کومو په اجراء کي چي نورې ادراي ناکامي شوې وي.

ج : د ملت د اقتصادیاتو مختلف پوهان دي رایو ځای کړل شي، او دمدارسو لپاره دي قوي اقتصادي فنډ پروګرام جوړ شي.

د : د استادانو د انتخاب او د هغوی د علمي ترقی د یقيني جوړولو لپاره دي د عمل یوه لايحه جوړه شي.

ز : د تعلیمي نظام د تازه (اپ ډيټ) کولو تر څنګ دي د تعليمي نظام سره هم آهنګ تربيتی نظام هم په نصاب کي ورشامل شي.

ر: د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کي چیرته چي خلګ ماشومانو ته د ابتدائي تعلیم له ورکولو څخه هم قاصر  دي، هلته دي هم داسي مدارس قائم شي، کومي چي په اولنیو مرحلو کي تر مقدماتو پوري تعلیم فراهم  کړایشي.

ص: په مدارسو کي دننه علوم په عملي لحاظ د استفادي قابل جوړولو لپاره دي څیړنیز مراکز قايم شي، کوم چی باید په لاندي شعبو باندي حتمي کار وکړایشي.

۱: مدیریت، ۲: تدريس، ۳: د معلوماتي ټیکنالوجی څانګه، ۴: تکلم (عربي، پښتو، فاړسي، اردو، انګلش)، ۵: تقریر ۶: تحریر، ۷: تبلیغ، ۸: تالیف، ۹: تصنیف، ۱۰، ترجمه.

جابر نعماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x