fbpx

ترکيه کې ۲۵۰ افغان ښځينه پوليسې له مسلکي زده کړو فارغې شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۱۷، ۱۳۹۵ل): په ترکيه هيواد کې د افغان ښځينه پوليسو د مسلکي زده کړو پنځمه دوره ۲۵۰ ښځينه پوليسې فارغې او سندونه يې ترلاسه کړل.

دغو ښځينه پوليسو په سيواس ايالت کې د ترکي پوليسو په اکادمي کې زده کړې بشپړې کړي دي.

د دوی فراغت غونډه تيره ورځ په همدې اکادمي کې جوړه شوې وه چې په ترکي چارواکو سربېره د ملي وحدت حکومت د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد هم پکې ګډون کړی و.

جاهد غونډې ته په خبرو کې وويل چې ترکيه او افغانستان وروڼه هيوادونه دي او ترکيې دا دوستي له موږ سره د مرستو په کولو ثابته کړې ده.

(زه خوښ يم چې نن دلته يم، ترکيې په خاص ډول په تيرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې ډيره همکارې کړې او له هيڅ راز مرستو يې مخ نه دی اړولی)

په غونډه کې د دې هيواد داخله وزير صباح الدين اوزترک هم خبرې وکړې، نوموړي وويل:

ترکيه افغانستان سره دوستانه اړيکې لري، که څه هم افغانستان د جغرافيې په لحاظ له ترکيې لرې دی، مګر د کلتور، تاريخ او محبت له پلوه يو بل ته زيات نژدې دي، موږ د افغان پوليسو په روزنه کې په ونډه لرلو وياړو.

(دغه پوليسې چې نن دلته فارغې او د مسلکي زده کړو سندونه يې ترلاسه کړل، د دواړو هيوادونو د ورورولۍ بيلګه ده، دوی به زموږ دوستي لا قوي کړي)

د سيواس ايالت والي په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې موږ به راتلونکې کې هم د افغانستان ملاتړ جاري ساتو او د پوليسو لپاره د مسلکي زده کړو دورې به هم دوام لري.

ترکیه د ناټو غړی هيواد دی او له امريکا يې ځواکونو سره يې عملا د هيواد په ګنو سيمو کې ماموريتونه ترسره کړي دي.

له ترکيې هيواد سره د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې په تړاو د لاسليک شوي تړون مطابق هر کال سلګونه تنه ښځينه او نارينه پوليس په سيواس ايالت کې روزل کيږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

اردګان به ښکاره مسلمان او په پټه د کفارو په مستخدمینو کی قرار لری ، کیدی شی د فری میسنری غړیتوب یی هم تر لاسه کړی وی ، چه د اسلامی نړی میرمنی د ښخیتوب له لوی سپیڅلی خدمت څخه بهر او حتی د پولیسو په لیکو کی یی ځای په ځای او د عفت او عزت لمن یی ورله په بل مخ واړوی ، دغه میرمنی چه ترکیه کی روزل شوی د پولیسو د جنسبازی د باره روزل شوی ، چه کله هیواد ته راشی سربیره پردی چه باداران او غلامان به یی د خپلو ساعت تیریو د باره… نور لوستل »