نن مې ښه ډير وژړل

م، نجم الرحمن (فضلي)

پرون ورځ پنجشنبه له يوه ملګري سره د کړې وعدې له مخې د هغه پر لور وخوځيدم، مخکې له دې چې ملګري ته مې ورشم لومړی پير سباق شريف ته ولاړم، هلته مې د ماسپښن له لمانځه وروسته د پير سباق باباجي رحمه الله له فرزند ارجمند او ځای ناستي علامه قاري بشير احمد مدني صاحب سره وليدل، شاو خوا شل دقيقې په دغه مبارک مجلس کې مو ډيرې په زړه پورې علمي او ټولنيزې خبرې واوريدې، تر مازديګر لمانځه همدلته ووم، د مازديګر له لمانځه وروسته د خپل ملګري پر لور وخوځيدم، له ماښام مخکې هلته ورسيدم.

د شنو چايو له غوړپولو وروسته مو د ماښام لمونځ په جماعت سره اداء کړ، بيا مو د شپې تر ډيره ناوخته عجيبې او غريبې کيسې له يوه غره او بله غره سره راټولې کړې، که له يوې خوا ښه ګرمه ايټري بخارۍ بليده له بلې خوا ټوله شپه شيبه شيبه شړکنده باران هم وريده.

د سهار له ناشتې کولو وروسته مې له ملګري اجازه وغوښته، د اجازې له راکولو وروسته تر دروازې راسره مل او خدای په اماني مو سره وکړه.

د استوګنځي پر لور د راتلو پر مهال له پيښور سره نږدې د څمکنو په موړ (چوک) کې له موټره ښکته شووم، په داسې حال کې چې نری نری باران وريده د استوګنځي پر لور مې له غرقو چورتونو سره واړه واړه قدمونه اخيستل، زه له موټروې سړک څخه لاندې پر غځيدلي کوچني سړک روان ووم، لوړ په موټروې سړک دپاسه مې دری کسان چې يو يې د پاخه عمر او دوه نور کوچنيان وو ليدل چې په يوه لاسي کراچۍ کې يې ګلونه بار کړي او روان دي.

د باران له څاڅکو مې په وړين څادر کې سر نغښتی وو، خپل خيالونه او فکرونه مې جنګول، په دې وخت کې يو درز مې له غوږ شو، مخ مې ورتاو کړ ګورم چې د هماغو دريو کسانو له جملې هغه دوه کوچنيان ډير وارخطا ښکاري او درييم يې نه تر سترګو کيده.

له ځان سره مې وويل شايد لاسي کراچي ترې چپه شوې وي، په دې وخت کې يو موټر ډير د تيزې په حالت کې بريک شو، موټروان او ورسره ناست کس د کوچنيانو پر لور منډه کړل، دوی مې چې وليدل پوه شو چې څه پيښ شوي، ما هم په ډيره بيړه ورمنډه کړل، ګورم دوه کسان پر سړک په سرو وينو لړلي پراته دي، د دواړو حالت په بشپړ ډول د انديښنې وړ وو، د لاسي کراچۍ چلونکی د شا له لوري د موټر سائيکل چلونکي لخوا وهل شوی وو، زه او هغه دوه نور کسان د زخميانو د وينو په پاکولو مصروف وو، په دې وخت کې بيشماره نور خلک هم له موټرونو راښکته شول.

څو دقيقې وروسته د موټروې پوليس را ورسيدل، په هغو پسې تقريبًا پيوسته د امبولانس غږ مې واوريد، زخميان مو امبولانس ته ورپورته کول چې دری نور امبولانسونه هم را ورسيدل، په امبولانس کې دننه نرسه ناسته وه او وار دمخه يې ټول طبي مواد اماده کړي وو.

همدې حالت ته په کتو زړه مې ډک شو، غريو ونيو او سترګې بې اختياره شوې، په ډير عجيب، غريب او ناهيلي انداز کې خپل هيواد او هيوادوال مې سترګو ته ودريدل، ډير ګيله من شووم او د سختې ناهيلی په حالت کې مې حرکت وکړ.

که هر څه مې وکړل ګيله مې نه ختميده، ګيلمه مې دا وه چې اې الله ! هغه وخت به کله راځي چې زمونږ په هيواد کې يوه خوږمن، دردمن او غجمن هيوادوال ته په دومره لږ وخت کې پټۍ او درمل ورسيږي.

ګيلې مې نورې زياتې شوې او لاپسې زياتيدې، زړه په جوس راغی، ستوني په ښو ضربيي سلګيو د سترګو مالګينې اوښکې بدرګه کړې، وروسته مې آسمان ته خوله پورته او هر څه ته مې په لاندنيو جملو د پای ټکي کيښود :

اې رحمانه ! اې رحيمه ! اې کريمه ذاته ! که په هره ګناه نيول شوي يو نور مو توبه قبوله کړه او خپل رحمتونه را باندې رانازل کړه، نور مو له بې اتفاقي، ډل بازي، د پرديو په لاس کې له لوبيدو وساته، امان راکړه، نجات راکړه او له هر ډول زميني او آسماني آفتونو، فسادونو او فتنو څخه مو په خپل حفظ او امان کې وساته.

په همدې هيله  

یوه تبصره

  1. یقینا دردوونکي لیکنه ده
    الله تعالی دې په موږ نور رحم وکړي. رشتیا ډیر وځوریدو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.