نظــر

له سترو هیوادونو سره د طالبانو سیاسي اړیکې؟!!

حماد نیازی 

طالبان چې کله په دې پوهه شول چې له ۴۷ مجهزو او په هر ډول عصري وسلو بار کافرانو سره جګړه یواځې په ټوپک نه ګټله کیږي، بلکې په دې جګړه کې نیمایي بریا د راڼه سیاست له کبله تر لاسه کیږي، نو د ځینو هیوادونو په غوښتنه په ۲۰۱۳ م کال کې یې په قطر کې دفتر پرانیست.

دا دفتر په لمړي ځل د امریکایانو او د طالبانو ترمینځ د مخامخ خبرو کولو لپاره جوړ شو، خو کله چې طالبانو وویل، چې موږ د کابل له حکومت سره خبرې ځکه نه کوو چې د کابل اداره د امریکا لاسپوڅې اداره ده او د امریکایانو له اجازې پرته څه نشي کولای، نو کرزي او د کرزي حکومت د دې دفتر په بندولو کې هڅې وکړې، د سولې خبرې یې په ټپه ودرولې او بالآخره دفتر بند شو.

طالبانو قطر ته له تللو روسته، په پټه د نړۍ ګڼو هیوادونو ته سفرونه پیل کړل، له ډېرو هیوادونو سره یې اړیکې جوړې کړې او خپل دريځ یې تر ډېرو هیوادونو ورساوه.

همداراز طالبانو د سولې په نوم په جوړو شویو رسمي کانفرانسونو کې هم ګډون کاوه، چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې جوړېدل، د کانفرانسونو له لارې یې د هیوادونو رسمي غړو ته خپل دريځ روښانه کاوه او له دې لارې یې اړیکې هم جوړولې. په ۲۰۱۵ م کال کې له هیوادونو سره د طالبانو اړیکې ښکاره شوې، طالبانو په ښکاره باندې ګڼو هیوادونو ته سفرونه وکړل او د ګڼو هیوادونو له استازو سره یې ولیدل.

د داعش پنځول:
د دوه زره پینځلسم عیسوي کال په اخره کې امریکایانو د سیمې د استخباراتو په ګډون داعش وپنځاوه، د امریکا له داعش پنځولو نه هدف: په عربي نړۍ کې د جګړې ډګر تود ساتل؛ مذهبي جګړې پیل کول؛ ایران او عرب سره جنګول؛ د رښتینو مجاهدينو کمزوري کول؛ د خلافت او جهاد نوم بدول؛ د اسرايلو امنیت ساتل او د روسيې غوندې د امریکا رقيب هیوادونه په جګړه کې راښکیل کول و، متاسفانه چې امریکا دې ټولو هدفونو ته د داعش په مټ ورسېدله.

چې کله په لمړي ځل په عراق او سوریه کې داعش راپیدا شول، له پیله غربي رسنیو ورته په ګټه تبلیغات وکړل او تر اټکل زیات یې وځلول.

داعشانو له څو میاشتو روسته، نوم له داعش څخه اسلامي خلافت ته بدل کړ، د رسنیو د تبلیغاتو په مټ له ګڼو هیوادونو مسلمان شازلمي د داعش لیکو ته راغلل او داعش په زرګونو خلګ راجلب کړل.

په عراق، سوریه او ټوله عربي نړۍ کې یې د سني او شيعه جګړه ونښلوله، د اسرايلو پر ځای یې پر مجاهدینو مرمۍ واورولې، د اسلام په نوم یې هغه وحشتونه وکړل چې نومونې یې ډېرې کمې موندل کیږي، د اسرايلو باډر یې وساته خو سعودي کې یې بمي چاودنې وکړې، روسيې ته داعش هغه وخت لا خطر محسوس شو چې کله افغانستان ته واستول شول، نو د دې لپاره چې د داعش ریښې وکاږي، سوریې ته یې عسکر ولیږل، په سوریه کې وحشت او قیامت جوړ شو، زرګونه بې ګناه مسلمانان ووژل شول، په لکونو مسلمانان وربړول شول، زندانیان او بې کوره شول چې داعشانو یې په خوشالۍ ننداره کوله.

افغانستان ته د داعش راتګ:
کله چې عراق کې د داعش پروژه د امريکا په ګټه وځلېدله، امریکایانو وغوښتل چې افغانستان کې هم داعش راپیدا کړي، دسیمې د استخباراتو په مرسته بلآخره امریکا وتوانېدله چې افغانستان کې هم د داعش پروژه عملي کړي.

د امریکا هدف دلته د داعش له راپیدا کولو دا و چې د طالبانو مخه د داعش په مټ ډب کړي، هیواد کې مذهبي جګړې پیل کړي، روسیه، چین ایران، پاکستان او نور هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د داعش حضور د ځان لپاره خطر ګڼي په جګړه کې راښکیل او افغانستان لوټه_لوټه کړي.

همدا لامل و چې داعش په لمړي ځل د ایران سرحد ته نيږدې ولایتونو: هلمند او زابل کې راپیدا شول، په ننګرهار کې د چین د ویرولو لپاره راپیدا شول او په شمال کې د ازبکستان او ترکمنستان د ویرولو لپاره ځای پرځای شول.

د داعشیانو له راپیدا کیدلو سره سم، په زابل کې مسافر هزاره ګان چې ښځې او ماشومان هم پکې وو وتښتول شول، چې د افغانستان په جګړه کې تر ټولو حیرانونکې پېښه وه او مخکې یې نمونه نه وه لیدل شوې، د داعشیانو لمړۍ لومه وه، ترڅو دلته د شیعه او سني په نوم مذهبي جګړه پیل کړي، همداراز داعشیان تر اوسه تر خپله وسه هڅه او کوښښ کوي چې شیعه ګان په نښه کړي، او مذهبي جګړه پیل کړي.

له داعش سره د طالبانو جګړه:
رسنيو او چارواکو هغه وخت د هزاره ګانو تښتول پر طالبانو تاوان کړل خو طالبانو اعلان وکړ چې دا کار موږ نه دی کړی او د تښتول شویو د راپیدا کولو او خلاصولو لپاره کوښښ کوو.

طالبانو په ډېرې هوښیارۍ او مهارت سره په زابل، هلمند او شمال کې د داعش نوم ورک کړ.

ډېره حیرانونکې دا وه چې په زابل کې په سلګونو داعیشیان میشت ول، له هغوی سره ډول ډول وسلې وې، پر ځان دومره غره ول چې طالبانو په مياشتو میاشتو ورته پلاوې لیږل تر څو له دې وحشتونو لاس واخلي خو هغوی یوه لاره هم نه ورسره منله، خو دا ټول یې په یوه نیمه ورځ کې له مینځه يووړل او له هغوی سره برمته نیول شوي هزاره ګان چې ښځې او ماشومان هم پکې و، وژغورل.

په شمال کې د داعش شمیر دومره نه و چې طالبان دې ورسره مقاومت وکړي، هغوی له ډاره ننګرهار ته وتښتېدل او په ننګرهار کې هم طالبانو په وارو وارو داعشیان وزغلول.

د داعش په راپیدا کولو کې د ملي امنیت مرسته:
د ولسي جرګې لمړي مرستيال حاجي ظاهر قدیر په بیا_بیا ويلي چې زه اسناد لرم چې ملي امنیت له داعشانو سره مرسته کوي، د داعش قومندانان راځي او د ملي امنیت له غړیو سره په کابل کې شپې کوي، حاجي قدیر همداراز ويلي و چې امریکایان او ملي امنیت په هپلیکوټرو کې داعش وسله وال د ننګرهار په غرنیو سیمو کې کوزوي او هغوی ته وسلې هم په هلیکوپټرونو کې وروړي.

د ولسي جرګې نورو غړیو هم ورته ادعاوې کړې دې او د داعشانو راډیو وای د جلال آباد له هوايي ډګر نه نشرات کوي.

دا دی اوس رسنۍ راپورونه ورکوي چې د شمال قومندانان داعشانو ته وسلې ليږي او پر هغوی یې پلوري.
د سیمې خلګو هم په ننګرهار، پکتیکا او نورو سیمو کې هغه الوتکې لیدلې دې چې داعشان یې انتقالول، یا یې هغوی ته وسلې وروړلې.

د یوې قوې سرچينې له مخې ویل کیږي چې په افغانستان کې د داعش د ډلې مشر عبد الرحیم مسلم دوست اوس هم په کابل کې اوسي او چې کله د داعشانو وسله یا نور مهمات په کار وي نو له مسلم دوست سره اړیکه نيسي، هغه یې بیا ورته په الوتکو کې راليږي.

د سیمې له هیوادونو نه د کابل امتیازات:
د کابل حکومت که له یوه پلوه په پټه باندې د داعشانو په راپیدا کولو او ځای پر ځای کولو کې مرسته کوله، له بله پلوه یې د هغوی پر ضد څه ناڅه جګړې هم وکړې، ترڅو د داعش سره د تمثیلو جګړو په بدل کې له روس، ایران او چین نه امتیازات ترلاسه کړي، د کابل حکومت چارواکو روس او چین او ایران ته په دې اړه سفرونه هم وکړل او له روس او چین نه یې څه ناڅه امتیازات هم تر لاسه کړل، د روس حکومت د کابل له حکومت سره د لس زره میله کلاشېنکوف مرسته وکړه.

خو روسته روس، چین او ایران ته جوته شوه چې د کابل حکومت له دوی هسې امتیازات اخلي او د داعش اصلي روزونکي او تمویلونکي همدا د کابل حکومت دی! نو یې پر بدیلو لارو غور وکړ.

یاد هیوادونه مجبور شول چې له طالبانو سره اړیکې ونيسي، د طالبانو سیاسي چارواکو ته دعوت ورکړي.

طالبانو هم له موقعې نه په ښې استفادې سره، په دې اړه ورته لا توضیحات ورکړل او د کابل حکومت او امریکا له دسیسو یې خبر کړل، خپله سیاسي پالیسي یې ورته څرګنده کړه او هغوی ته یې وښودل چې موږ ستاسو لپاره خطر نه یو، موږ د خپل هیواد د آزادولو لپاره مشروع مبارزه کوي. همغه و چې یادو هیوادونو له طالبانو سره رسمي اړیکې پیل او اعلان کړې او طالبان یې په رسمیت وپېژندل.

ولي غربي رسنۍ له هیوادونو سره د طالبانو اړیکې زهرجنې معریفي کوي؟
دا ښکاره او جوته خبره ده چې د چین او روس غوندې د امریکا له رقیبو هیوادونو سره د طالبانو اړیکې او د هغوی له لوري طالبان په رسمیت پېژندل، د امریکې او ناټو وګټو ته ستر زیان او یو ستر سیاسي ګزار دی، نو غربي رسنۍ د غرب په چوپړ او خدمت کې دې، هغوی مجبورې دې چې په زهرجنو تبلیغاتو سره د داسې اړیکو مخه ونيسي، طالبان د روس او نورو هیوادونو اجرتي قاتلان معریفي کړي په داسې حال چې له سترو هیوادونو سره سیاسي اړیکې لرل د خپلواکۍ ستره نښه ده.

که له سترو هیوادونو سره اړیکې د غلامۍ مانا ولري نو د نړۍ پر مخ به داسې هیواد پیدا شي چې له هیڅ ستر هیواد سره سیاسي اړیکې ونه لري؟

آیا په خپله امریکایان له ناټو او نورو هیوادونو سره سیاسي اړیکې نه لري، که ځواب مثبت وي، نو امریکا د ناټو او نورو هیوادونو علامه ده؟

په اسلام کې هم له کفري هیوادونو سره سیاسي اړیکې لرل مشروع او روا دې، خو په دې شرط چې د مسلمانانو مصلحتونه او ګټې په نظر کې ونیول شي.

رسنۍ ولي د کابل د حکومت اړیکې له هیوادونو سره نامشروع او زهرجنې نه معریفي کوي، په داسې حال
چې د هیواد پر سر ورسره اړیکې لري، د هغوی ګټې ساتې، خپل مسلمان ولس د غریبانو لپاره وژني او له خپلو هیوادوالو سره د امریکا او ناټو د ګټو لپاره جګړه کوي!!

غربي ميډيا د طالبانو پر ضد له دومره سپین سترګې کار اخلي چې ساری یې نه لیدل کیږي:

تېره ورځ د آزادۍ راډیو خبر ورکړ چې کندهار کې روسي وسلې نیول شوي، نو افغانستان کې خو له روسانو دومره وسلې پاتې شوې، چې دا څوارلس کلونه پرې مجاهدین جنګیږي، دا څو مياشتې مخکې د کابل حکومت ته روسيې لس زره کلاشېنکوفونه ورکړل، ترڅو پرې مسلمانان ووژني، تاسو وينئ چې هرځای کې طالبان له عسکرو وسلې او مهمات غنیمت کوي او که یې غنیمت هم نه کړي د هر افغان په کور کې لږ تر لږه دوه میله روسۍ وسله پیدا کیږي، چې اوس د افغان بچیانو د خپلو پلرونو وسلې راخیستې دې ترڅو پرې د ۴۷ هیوادونو کافران او د هغوی مزدوران ووژني.

له دې پرته دلته د ۴۷ هیوادونو وسلې شته، چې افغانانو له ۴۷ اغشالګرو هیوادونو غنیمت کړي دې، دا لیزرې وسلې چې اوس یې طالبان په پراخه پیمانه لري، ټولې له مزدورو عسکرو، امریکایانو او له ناټویانو غنیمت شوې دې، یواځې لیزري وسلې نه بلکې طالبان سلګونه ټانګونه، رینجر موټر او اکمالاتي موټر لري، چې ټول یې له مزدورو عسکرو غنیمت کړي او لا یې هم غنیمت کوي.

طالبانو سره روسیه، ایران او چین د مهماتو مرسته نه ده کړې، نه یې شاید وکولای شي، نه تر اوسه طالبانو د داسي وسلو غوښتنه کړې، که طالبان له چین، ایران او روس نه وسلې غواړي نو تر هرڅه لمړی به د الوتکو ضد وسلې وغواړي، تر څو د امریکایانو او ناټویانو د الوتکو مخه ونيسي او کله چې دا وسله طالبانو ته ورسیږي، یوه میاشت هم ورسره دا کفار نشي جنګېدلای.

رسنۍ د غرب دې او د غرب په ګټه په طالبانو پسې تبلیغات کوي.

د رسنیو ادعا به هغه وخت رښتيا وي، چې په يوه ورځ کې په هیواد کې د اشغالګرو سل الوتکې وویشتل شي.

نتیجه:

طالبانو له پیله لا له داعشانو او اشغالګرو ځواکونو سره د دې لپاره جګړه کوله چې خپل ولس او هیواد د دوی له شره وژغوري، خو د طالبانو دا کار د سیمې د هیوادونو په ګټه و، ځکه هغوی مجبور شول چې له طالبانو سره سیاسې اړیکې پیدا کړي.

که طالبانو له داعش سره رښتینې مبارزه نه وای کړې، روس او چین به د ایران په ګډون مجبوره شوي وای چې د خپلو هیوادونو د ساتلو لپاره افغانستان ته د داعشانو پر ضد ځواکونه راوليږي، دلته د هغوی پر ضد هوايي او ځمکنۍ جګړه پیل کړي او افغانستان لوټه لوټه کړي.

که یې ځواکونه نه وای راليږلي نو لږ تر لږه له کابل حکومت سره به یې د وژونکو وسلو مرسته کړې وای، د کابل حکومت مالومه ده چې خپلواک نه دی، د امریکې د پروژې داعش پر وړاندې د امریکې له اجازې پرته جګړه نشي کولای او نه د امریکې د پروژې پر وړاندې خنډ جوړیدلاې شي، نو دا وسلې به یې پر طالبانو کارول وای او یو خونړی حالت به رامينځته شوی وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x