شعـــــرونه

غزل/ اجمل ښکلی

اجمل ښکلی

په دې خبر شوم، چې ستا درد ورکړه هر څه ته مانا
په دې خبر شوم، چې سندرې هېڅ مانا نه لري

تر تا يې درنه وستم لا يې سرګردانه کړمه
زما د ستړي زړه وزرې هېڅ مانا نه لري

وه، نو ته وايې چې په غم کې دې يې مړ نه شمه؟
وه، نو هېندارو ته ډبرې هېڅ مانا نه لري؟

زه مې له خپلې جل وهلې تندې ورکړم مانا
ګنې ستا ژمنې زورورې! هېڅ مانا نه لري

دا خو نو زه وم، چې خوړلې به مې ستا خبرې
بل چا ته قندې! دا شکرې هېڅ مانا نه لري

ستا ژړاګانې، ستا خوبونه، ستا اختيار، ستا حسن
د دېوالونو منځ کې سترې، هېڅ مانا نه لري

زما په فکر ژوند دى پرېښى لاس او ماتې ښيښې
تر دې خو نورې نو بهترې هېڅ مانا نه لري!!

اجمله ته؟ او بيا انکار کوې اوبلن حسن ته؟
اوبو ته مه اغونده زغرې، هېڅ مانا نه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x