نړۍ

امریکا: د فلوریډا ایالت په هوايي ډګر کې ډزو درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۱۷، ۱۳۹۵ل): د امریکا خبري اژانسونه وايي چې ددغه هیواد په فلوریډا ایالت کې د «فورټ لوډرډیل» هوايي ډګر کې یوه کس پر مسافرو ډزي کړې چې له امله یې اته کسان وژل شوي دي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه د بریدګر انګیزه نه ده معلومه او نه یې پوره هویت څرګند شوی، خو د شنونکو په نظر که چېري مسلمان وي نو حتما به د نړیوال تروریزم ټاپه باندي لګیږي او د مسلمانانو په وړاندي د تاوتریخوالي لپاره به استفاده ځیني کیږي او که مسلمان نه وي او یا بله سیاسي انګیزه ونه لري، نو د امریکا پولیس او رسنۍ یې عصبي ناروغه معرفي کوي.

د پيښي پر مهال یو ټپي شوی کس

د الجزیرې خبریال ویلي چې بریدګر د پيښي په ځای کې نیول شوی دی، او په یوه تازه خبر کې د امریکايي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې بریدګر ۲۶ کلن ځوان دی، نوم یې «استیبان سانتیاګو» دی.

د پيښي وروسته د هوايي ډګر انتظارګاوي ټولي له خلګو تخلیه شوي او شاوخوا پولیسو امنیت ټینګ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x