ټولنیزه برخه

د هر کار له پاره مهمې لارې چارې

په ژوند کې چې هر کار کوئ له هغه مخکې دا لاندې اسلامي لارې چارې خپلې کړئ .

احتیاط او سوچ وفکر :

د دنیا هر کارته چې اقدام کوئ له په بیړه یې مکوئ ، په اړه یې پوره سوچ او فکر وکړئ . په حدیث کې راغلې چې اخرت ته له تیاري پرته په نور ټولو چارو کې احتیاط او سوچ کوئ . (ابوداود)

مشوره :

هرکارته چې اقدام کوئ دهغه کار له ماهرو خلکو سره په ډاډه زړهه مشوره وکړئ . قران کریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې : او له دوی سره مشوره وکړه . {وشاورهم في الأمر}

استخاره:

هرکار چې مو په مخکې وي د هغه له پاره استخاره نبوي سنت ده ، ماخستن دوه رکاته لمونځ وکړئ د استخاري مخصوصه دعا ووايئ. صحابه کرام وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هرکار کې موږ ته استخاره راښووله .

کلک هوډ:

دهر کار له پاره کلک هوډ کول دکار د ترسره کولو له پاره مهم شرط ده ، که تاسو هرڅومره ښه رایه او کره نظر لرئ خو چې هوډ او عزم مو ځواکمن او قوي نه وي کار نشئ تر سره کولئ .

توکل:

کله مو چې دا لورې لارې چارې ټولې ترسره کړې له هغه وروسته په الله توکل وکړئ ځکه د هغه له مرستې پرته هیڅ هم نشو ترسره کولی . قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې: کله چې دې کلک هوډ وکړ نو په الله توکل وکړه ،{فإذا عزمت فتوكل على الله}

له الله نه د توفیق غوښتنه:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعا کوله : خدایه ماته سمه لاره وښیه او د کره توب مرسته مې وکړه ،(اللهم اهدني وسددني)

کار ته له اقدام کولو وروسته دکار سختي او ګڼ پړاوونه انسان لږځواکه کوي او سستې په کې پیدا کیږې . او دهر کار په پیل او جریان کې له الله نه د توفیق غوښتنه دکار په ترسره کولو کې دانسان هوډ پیاوړی کوي.

حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x