افغانستان

شمشتو کې د حکمتیار سلګونه ساتونکي روزل کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۱۸، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پېښور په شمشتو سیمه کې د سلګونو هغو کسانو د روزلو چارې روانې دي چې ټاکل شوې چې کابل ته د انجینر ګلبدین حکمتیار تر ورتګ وروسته د نوموړي ساتنه وکړي.

شمشتو سیمه د پېښور ښار جنوب ته په شاوخوا دیرش کیلومترۍ کې پرته ده. په یاده سیمه کې د افغان مهاجرو پر نورو کمپونو سربیره د حزب اسلامي تر څارنې لاندې د «نصرت مینې» کمپ هم موجود دی.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د حزب اسلامي اړوند «وسله پالۍ» کې نېږدې ۴۰۰ کسان د حکمتیار د ساتونکو په توګه روزل کیږي. دغه سیمه کې پخوا حزب اسلامي شخصي زندانونه هم درلودل.

سرچېنې زیاته کړې چې دغو احتمالي ساتونکو ته د یوه مخ پټي مجهول الهویه شخص لخوا روزنه ورکول کیږي.

د ذکر شوې سرچېنې د معلوماتو پر بنسټ د حزب اسلامي په دغه پوځي روزنیز مرکز کې له سهاره تر ماښامه ټریننګ روان وي او د لوړې سويې خوراک څښاک هم په همدې ځای کې د یوه آشپز لخوا ورته برابرول کیږي.

پر دې سربېره حزب اسلامي ته نېږدې ځینو نورو سرچېنو نن ټکی اسیا ته ویلي چې د ګلبدین حکمتیار دغه ساتونکو ته چې اوسمهال تر روزنې لاندې دي ۱۴زره پاکستانۍ کلدارې ابتدايي معاش هم ورکول کیږي چې ټاکل شوې ده کابل ته له تګ سره به یې معاشونه نور هم لوړ شي.

یاده دې وي چې په دغه ځای کې به د تېر جهاد په مهال د حزب اسلامي اړوند نوموتو جهادي قوماندانو پر ضد بدیلو اشخاصو ته د تنظیمي وابستګۍ فکري روزنه په داسې توګه ورکول کېده چې هغوی به نه پوهېدل چې د یو پیاوړي ولسي قوماندان ځای به نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x