شعـــــرونه

سیکولران/ ملنګیار

ملنګيار

له سپینو تور له تورو سپین جوړوي
دا سحرګر دي نوی دین جوړ وي

دغه مکـــــار دي فریبجن خلک دي
را ته په زهرو کې ګبین جوړ وي

له میډالونو یی جیبونه ډک دي
څوک ببرک خان څوک جمال الدین جوړوي

چې خپل فاتل راته اتل ثابیت کړي
داسې کیمره داسې دوربین جوړوي

لا د برما په غوښو نه دي ماړه
دلته هم هغسې ناورین جوړوي

بیا له ورېښمو نه تارونه باسي
د طالب مور ترېنه خورجین جوړوي

د «ملنګیار» یاران جدا جدا دي
څوک یې دښمن څوک یې شیرین جوړوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x