شعـــــرونه

ای ناترسو ای بې دردو!/ مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

پا س دغره په سر کې شور دی
څه ناترسه درزا اورم
او د تبر ګزارونه
دنګې ونې وهل کيږي
شنې تنه يې شي نسکورې
او په ځمکه راخطا شي
يو ناپوهه وطنوال مې
ورته خوښ شي په خندا شي
.

خلک ډيره خواري وکړي
او سپېره غرونه زرغون کړي
خو موږ خدای يو نازولي
په ښايسته ګلاب وطن مو
مګر دا بې درده خلک
د خپل ګران هيواد ښکلا خوري
.

ای ناترسو ای بې دردو!
سوال زارۍ درته کومه
خپل فرياد در رسومه
دا مې واروۍ خدای له پاره
چې ځنګلونه د وطن مو
په کراره باندې پريږدئ
او د ګران هيواد ښکلا مو
په تبرونو غوڅوئ مه
په ارو اره کوئ مه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x