افغانستان

طالبانو د بغلان په کان کې د کاریګرو وژنه د اربکیانو «جنایت» وباله

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۱۸، ۱۳۹۵ل): طالبانو په بغلان ولایت کې د سکرو کان د کاریګرو وژنه د سیمه ییزو اربکیانو کار ګڼلی او ویلي یې دي چې دغه کړنه په طالبانو پورې اړه نه لري.

تېره ورځ د یاد ولایت په تالاوبرفک ولسوالۍ کې د سکرو کان ۱۳ تنه کاریګر د وسلوالو کسانو لخوا وژل شوي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نوموړو کاریګرو وژنه «جنایت» بللی او په وینا یې د کره شواهدو او معلوماتو پر اساس دغه کسان د سیمې د اربکیانو لخوا وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې چې وژل شوي کاریګر سیمې ته د طالبانو په توافق تللي وو او د دوی ورسره ښې اړېکې وې.

ښاغلي احمدي د ګډ حکومت په چارواکو نیوکه کړې چې د خپلو وسلوالو د برائت لپاره د پېښې پړه د طالبانو په اوږو باروي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې ولې اربکیانو د نوموړو کاریګرو په وژلو لاس پورې کړی، خو معمولا عام ولسي وګړي د قلنګ نه ورکولو په صورت کې د اربکیانو له خونړي غبرګون سره مخ کیږي. تېره اونۍ د همدې ولایت په برکه ولسوالۍ کې دوه اربکي قومندانانو له عامو خلکو څخه د باج اخیستنې پر سر په خپلو مینځو کې ډزولي او سلګونه کورونه یې د سیمې پریښودو ته اړ کړي دي.

تر دې وړاندې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اربکیانو لخوا د ولسي خلکو د وژنو، ځورونو، تعذیب او اخلاقي جرمونو راپورونه ورکړل شوي دي، خو د دولت له لوري يې نه مخنیوی د دې لامل ګرځېدلې چې عام خلک د طالبانو لیکو ته پنا وروړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close