پنځه دېر شمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي محترم ( استاد فضل ولي ناګار) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه او رديف راپيل کړئ.

وړانګو ته د لمر سپېلني ورېځې د اسمان نيسي
پال دې په شفق شومه دم ستوري کهکشان نيسي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غواړی که جنت ته لار اسانه کړی ده وخت زلمو
راسی وه سنګرته ده سنګرلار جنتيان نيسي
تندر امارتي

سره سره ګلابونه چې په وينو کې الوان نه شي
شپې د غمو غېږ کې به مو خلاصې د هجران نه شي
عبدالباقي مهاجر

راشه آزادۍ زمونږه کورته نور خشحال کړه مونږ
لپې دعاګانې درته ټول ډېر په ارمان نه شي
مسلم يار

نور به د وحشت لمنه ټوله له وطن نه شي
بيابه امارت وي سپين طالب به کابل جان نيسي
محمد انور خان

سترګې دې کړه تورې شونډې سرې په دنداسه باندې
ته چې داسې ګرځې مابه هره شپه پېريان نيسي
عبدالمالک عابد

مونږه د تاريخ پرپانړه هر وخت ځلېدلي يو
بيابه هم زمونږه طالب جان دا ټول جهان نيسي
جنتي ملنګ

زړه مې پرې مين شي او له مينې ورته وخاندم
کله چې فدا جانان په سترګو کې نشان نيسي
قاري حسين

نور به د نړۍ نقشې ته نوی رنګ ور واغوندي
مات به سرحدونه کړي تېر بيابه اسپيان نيسي
کامران خپلواک

سخته معرکه ده نن د کفر او اسلام جنګ دی
واورۍ نړۍ والو ګران وطن به طالبان نيسي
مهاجر شينوار

بيابه عمري عدل رادرمي په نړۍ باندې
داچې د هيبت چيغه خونخواره قاتلان نيسي
عرفان مدني

بيا تر عرشه پورته شوو دعا کې دطالب نامه
بيا اجمل په لپو کې الله (ج) ته خپل ارمان نيسي
اجمل بارکزی

راغلو بيا د سرې قطعې زلمي له تکبېرو سره
اوس به له غلامې اوردو هر د جنګ ميدان نيسي
ارماني جانان

څومره ښکلي ښکاري له سنګره را ستانه غازيان
لارو کې ولاړ دي ماشومان ورته ګلان نيسي
زاهدي سهاک

دا چې مجاهد جانان مې درومي سنګرونو ته
ښکاري ان شاءالله چې شيخ هيبت افغانستان نيسي
رضاءالله حقيار

پام د شهيدانو وينې هېرې يا سودا نکړئ
بيا به مونږه هر يو په محشر کې له ګرېوان نيسي
راشد غريب

خود به وي کامران د هېواد ښکلي ريښتياني بچي
يو لاس کې يې توره ده په بل لاس کې قرآن نيسي
رومان اعجاز

ماتې خو يې ومنله دې کفري نړۍ دلته
ځکه ګوډاګيان خو د طالب نوم په لړزان نيسي
ځلاند لغمانی

بياد ننګ ميدان کې د غزا د تورې پړک ښکاري
ستورو تکل کړئ په لا سو کې سپين نشان نيسي
عصمت الله بشام

داسې آوازه ده چې فرا ته د راغلی نن
ښکار کوي عرب به نن د دې سيمې مرغان نيسي
احمد جان

چېغې د تکبير مو آزنګې کړي ګړنګونو کې
بيا به فاتحين راځي کابل به عمريان نيسي
زابلوال معصوم

پټ مخ چې ښکاره کړي نړۍ ټوله کړي ځلا ځلا
دادآفتاب خوی دی چې سخا يې ټول جهان نيسي
صياد افغان

سلام هغو سينو ته چې غمونه د اسلام نيسي
ګل ګل فدايان دي سره اورونه په خپل ځان نيسي
اتل نورزی

د خدای ورسره مرسته ده دا ځکه پرې ډاډه ورځي
ځکه طالب جان مې له غليم نه غټ کاروان نيسي
نصرت الله خان

بيابه له اسمان سره په سپينه خوله خبرې کړو
سپين سپين بيرغونه به فضا د خراسان نيسي
محمد عمرهاشمي زرمتی

پاک رب په اسمان کې بې شمار ستوري ساتلي دي
يوخوبه رڼا کوي بل مخ پرې د شيطان نيسي
ابراهيم بريال خالد

وريې چې مزار ته شم زه غلی ورته ودرېږم
سترګې مې نمجنې شي او خوله زما ګريان نيسي
حقيار نيازی

تاندې قافلې به يې سهار ته زېري خود راوړي
ويښې رڼې شپې ورته په لاره کې کاروان نيسي
مهاجر رودوال

څرک د سپين سهار راڅرګند شوی خم شوه توره شپه
وړانګې به د لمر وار په وار دا تورتم جهان نيسي
محمد نعيم افغان زوی

څه ښکلې ځوانۍ يې قرباني کړې په اسلام باندې
آخ ترېنه قربان شم چې ګزار لره خپل ځان نيسي
ذاهد ابراهيم خېل

ستا په تور لحد چې سپين بيرغ سپينکی وزر وهي
سپينې سپينې اوښکې به مې لاره د ګرېوان نيسي
رحيم الله شېرمل

بيا به بلال وخېږي د حق په سپين منبر باندې
بيا به داجهان لوړ تکبېرونه د آذان نيسي
ع.عرفاني

وينې خرڅې نکړئ په محشر دې شهيدان نيسي
هسې نه ګرېوان نه دې دا پاتې يتيمان نيسي
غيرت شرنوال

داد حق لښکرې رسېدونکې تر هدفه دي
سپينې قافلې به ان شاءالله بيا کابل جان نيسي
معصوم شهيدزاده

وربه کړي غليم ته کلک ګذار د اِمارت زلمي
ها د غره په څوکه کې کمين سپين طالبان نيسي
ابرهيم حنفي زرمتی

تن باندې يې سپين لباس راغلې سره بلا دلته
عزم مهربان کړئ دې چم کې اربکيان نيسي
مهربان مجاهد

هغه ده پړکا ده رڼاګانې دي اورونه دي
بريد د فدايي زلمو لمنې د اسمان نيسي
خيال کوچی

هله به زمونږ ارمان پوره شي ای ملګرو بيا
کله چې غازي جانان کافر په هر ميدان نيسي
محمد اکبر

ښکاري چې زموږ دکلي ژڼي غوصه شوي دي
نيسي کمينونه هر تعرض کې انګرېزان نيسي
ثاقب ملنګ

ګرځي ورپسې مې مجاهد جانان په غرونو کې
سر ورماتول غواړي د کفر جاسوسان نيسي
ملا مطمئن

يوه ورځ خو به داسې هم ضرور راځي پر مونږ باندې
چيرته به طالب زلمي دا ټول افغانستان نيسی
سيف جان

هر لوري را اوري په سنګر کې هيبتي زلمي
ښکاري په رښتياچې له اغياره کابل جان نيسي
منصوري

لارې ورته څارو د شفق په تمنا يو مونږ
خاوره د هلمند تر بدخشان به طالبان نيسي
احمدارشادسعيد

ربه کړه يې ګونګې هغه ژبې چې حق نه وايي
دا هم يرغل نه بولي وطن چې کافران نيسي
ثناءالله اميدي

بيا د امارت ښکلي سپېڅلي شازلمي ګورئ
تورې يې لاسوکې خپل غازي افغانستان نيسي
حبيب الله سيال

پورته شه مورچې ته طالب جانه بيا کفار راغلو
لاس کړه و لانچر ته په نصرت کې دې سبحان نيسي
هارون جان

وينې يې د مشکو حورو خال په تندي ايښی دی
وينو کې لانده دي حورې دغه شهيدان نيسي
محمد اسلم ثاقب

ښکلي د نړۍ ستا د پښو ګرد ته رسېدی نشي
دا ځل به نوبت درسره حورې او غلمان نيسي
قاري تريالی تائب

مه ګرځه تنها اوس مو د کلي مزه تللې ده!
ډکې ترې کوڅې دي هره لاره رقيبان نيسي
ع.عرفاني

تاته مې اسره ده او هم تاته زه اميد لرم
ستانه به نو کله ګران وطن سره کافران نيسي
منير احمد نوري

مات شولو غرور د امريکا هم د انګېرېز په څېر
ښکاري طالبان يوځلې بيا افغانستان نيسي
دروېش ملنګ

نن چې په لړزه ده دانړۍ او لار ترې ورکه ده
غم د افغان ندی واي طالب به ټول جهان نيسي
عزت الله عزت

راشه پسرليه و راتګ ته دې خوشحال يمه
تاکې مې طالب اشنا ټپه د يا قربان نيسي
حمزه احرار

ستا تر ايماني غيرت لوګی شمه افغان غازي
وينم لاس پر نام درته ښاغلي اتلان نيسي
ظريف افغان

وکړه اعلانونه ای اغياره غلامانوته
سر به يې قلم کړم که څوک لار مې د جانان نيسي
عزت الله احمدي

اميد لرم زړه کې دی اميد مې د الله څخه
دا مو د يقين چې طالب جان به خراسان نيسي
بدرالدين عمري

و ختو د فتحو لمر په منډه د پامير سر ته
بيا لمن د سولې ورته ګوري دښمنان نيسي
حسان عارف مجاهد

تور وحشي کاروان يې مخ په ښکته ځي ناکامه شو
نور به د لمر وړانګو ته تياره سهار حيران نيسي
محب الله محب

واورئ مؤمنانو يهوديان مو په ګنډوکړلو
دا ګوډاګيان پرېږده باداران يې هم غوږان نيسي
احمد جان

څوک چې دلته راشي هغه مات هډونه تللي دي
داوارې فاتح طالب تاريخ کې لوړ نشان نيسي
صحرايي زلمی

زر راشه طالبه چې کابل دې انتظار باسي
خلک د کابل درته پ لپوکې ګلان نيسي
حقيار افغان

مستې يې څپې دي آمو سيند په جوش راغلی دی
داځل کندز څه چې که خدای کړل ټول ترکستان نيسي
عبدالله بن زبير

بيابه حسيني جذبې په زړونو کې راويښې کړو
بياورته کمين په روڼ سهار او سپين ميدان نيسي
احمد خان پښتون

چې کله د آدب د بڼ ګلان سره راجمعه شي
نو خود خو به په ناز سره د مينې ګلستان نيسني
غريب کوچی

چايې چې حقوق په بې پروا هيله جوړلي دي
هغه يتيمان به يې په حشر کې ګرېوان نيسي
قريب الرحمن

بيا د حق په توره خپل ړنګ بنګ افغانستان نيسي
وړانګه د سپين لمر طالب د جنګ ډګر ميدان نيسي
لمعان شنکی

خړ عاجز ملنګ يم خو د غرب غلامي نه منم
خونه به يې ورانه کړم چې څوک مې تر ګرېوان نيسي
فريادي جانان

راشه ګرانه وروره مجاهد شه ځه جهاد وکړه
خيردی که دې هر څوک په دې وجه له ګرېوان نيسي
طالب جان

ګرځي طالبان په دښتو غروکې دښمنان نيسي
وژني هغه خلک څوک چې ګران افغانستان نيسي
هبة الله منتقم

به شي بهار نور په خزان اور لګېدلی دی
ژاړي ګوډاګيان چې د اسيا زړه طالب جان نيسي
محيب الرحمن شاهد

خلاصې تڼۍ مه ګرځه داخاوره آتلان لري
راغلل طالبان اوس به دې خامخا ګرېوان نيسي
نصرت الله ابن طارق

هېڅ وارخطاء نشې ازادۍ مخ ته درغلي دي
غاړې ته آمېل درته په لاس کې طالبان نيسي
منصور افغان

هيلې مو غوټۍ دي نن سبا کې به ګلان نيسي
فوځ د طالبانو به بيا تخت د کابل جان نيسي
عبدالحق ريحان

ويښ شئ ای زلمو نور د نجات کښتۍ اباده کړئ
يو ځل دا دنيا به خامخا د نوح توفان نيسي
ذاکر صالحي

ټوله پښتانه پښتونستان به سره يو کړو بيا
خنډ د ازادۍ د پښتون مخکې پاکستان نيسي
پښتون شاعر

بيا خوني سېلۍ له هرې خوانه را الوتې دي
نشته داسې نر افغانستان چې له افغان نيسي
هجران ګل افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د