fbpx

په هیواد کې د نشه يي توکو مخنیوی د چا مسؤلیت دی؟

نن ټکي اسيا سرليکنه

د عامي روغتیا د رسمي شمیرو له مخې په افغانستان کې پرمخدره توکو د روږدو کسانو شمیر دری ملیونو ته رسیدلی چې ښايي غیر رسمي ارقام یې تر دې هم لوړ وي.

پر اداري فساد، نا امني او بیروزګاري سر بیره په افغانستان کې د نشه يي توکو بي کچې تولید او پراختیا بله هغه پدیده ده چې د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې یې وده کړې ، پراخه شوې او افغانان یې له خطرناکو ستونزو سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د ارقامو په اساس افغانستان د نړۍ ۹۰سلنه نشه يي توکې تولیدوي چې په دې سره یې په نړیواله کچه د نشه يي توکو په تولید کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د نشه يي توکو تولید او کارونه په شرعي او قانوني لحاظ ممنوع او متخلفین یې باید ترمواخذې لاندې ونیول شي.

په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید لوی مرکز د هلمند ولایت دی چیرته چې د ټول افغانستان په کچه ډیرامریکايي او نور بهرني ځواکونو میشت وو.

همدا راز په هلمند سر بیره شمالي ولایات او د هیواد بیلابیلې سیمې د کوکنارو د کښت په مرکزبدلې شوي چې له امله یې افغانستان په کال کې ۴۸۰۰ټنه نشه یي توکي تولیدوي.

دولت او طالبان دواړه وايي چې هغوی د مخدره توکو مخنیوي کوي او هریو د دې کار لپاره مستقل تشکیلات لري.

اوس پوښتنه داده چې په افغانستان کې د واک او حاکمیت دوه مهم لوري (طالبان ـ دولت ) دواړه د مخدره تو کو د مخنیوي دعوه لري نو دا کوکنار کري څوک چې ورځ تر بلې یې د تولید د ارقامو شمیره مخ په لوړیدو ده.

لکه مخکي چې مو وویل هلمند د افغانستان هغه ولایت دی چې د هیواد په کچه ډیر هیرویین له همدې ولایته ترلاسه کیږي، په یاد ولایت کې پر بهرنیانو سربیره د طالبانو او دولتي ځواکونو شمیرهم تر بل هرولایت زیاته دي.

که دولت او طالبان په ریښتیا هم د دغې مرګوني بلا د مخنیوي اراده لري نو ولي هلمند د کوکنارو د کښت په مرکز بدلیږي؟

ایا هغوی نه ویني چې په لکونو افغانان یواځې په همدي ولایت کې په نشه يي توکو روږدي دي؟

امریکایان او نور بهرنیان که په هلمند کې د نشه يي توکو تولید ته وده ورکوي دوي داواړه یې ولي د افغاني مسؤلو جهتونو په توګه مخنیوی نه کوي ؟ ایا دوی د شریعت او قانون له مخې د مخدره توکو پر تولید باور نه لري؟

ایا له مخدره توکو سره د مبارزې د وزارت چارواکي نه ویني چې د ارګ په څومتري کې پل سوخته د نشه یې توکو په ښکاره مرکز بدل او ترلاندې یې په سلګونو روږدي ځوانان په رڼاورځ نشه یې توکې کاروي؟

که واقعا هم د دواړو جهتونو(دولت ـ طالبان) له مسؤلو چارواکو سره د مخدره توکو د مخنیوي اراده وي نو هغوی باید په عملي توګه ترخپل کنترول لاندې ساحو کې د کوکنارو په کرکیلې ټینګ بندیز ولګوي او هرڅوک چې له دې بندیزه سرغړونه کوي هغه شدیدا مجازات کړي.

په دې صورت کې به ولس د نشه يي توکو په بندیز کې د چارواکو پر خبرو او ژمنو باوري او له شکه پرته چې تر خپل وس به یې مرسته او ملاتړ هم وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د