نادري ناولده

چین: د خره غوښې په بدل کې د ګیدړ غوښې خرڅلاو(!)

د نړۍ تر ټولو ستر دکان (وال مارټ شرکت) د چین د بازاره د خره غوښه بېرته ځکه لرې کړه چې د خره غوښه کې نور (ډي این ای) وموندل شول.

دغې شرکت د (فایو سپایس) په  نوم په چین کې د خره غوښه خرڅوله، خو وروسته ورته مالومه شوه چې د خره په غوښه کې نورې غوښې هم ګډې دي.

ددغې  کمپنۍ چلوونکي وايي چې دوی خپلو هغو مشتریانو ته چې دغه غوښه يې اخیستې  پیسې بېرته  ورکړي.

 کمپنۍ اوس د چینايي چارواکو سره ګډ د غوښې په اړه څېړنې کوي. د چین د خوراکو او نشه يي توکه اداره وايي چې په دغو مصنوعاتو کې د ګيدړ غوښه موندل شوې ده.

 ښه سهارنی د چین په ځینو سیمو  کې  د خره غوښه وي. ویل کیږي چې دوی د خره غوښه ډیره په شوق سره خوري.

په   دې  وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د تېرو څو پېښو له امله په چین  د مشتریانو اعتماد خورا کم شوی دی.

تر دې پخوا هم دې ته ورته پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې د خوراک و څښاک د خرڅلاو او ساتنې  قوانین نور هم سخت کړل. د وال مارټ کمپنۍ اجرائیه رئیس رسنیو ته وویل چې ددې پېښې وروسته دوی مجبور دي چې د خره د غوښې او نورو توکو رسوونکو ادارې باندې خپل پام زیات کړي.

وال مارټ کمپنۍ وايي چې دوی  د خره د غوښې رسوونکې  شرکت په خلاف  دعوه دائریدو باندې سوچ کوي.

وال مارټ په نظر کې لري چې په راروانو دوو کلونو کې به په چین کې ۱۱۰ دکانونه پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x