نظــر

حکمتیار څه غوښتل څه په لاس ورغلل؟؟؟

خالق یار احمدزی

پدې وروستیو کې د حزب حکمتیار او د ګډ حکومت لخوا د سولې په نامه خپل منځي تفاهم شوی چې تر ډیره د رسنیو د سر ټکی هم ګر ځیدلی موږ غواړو په څو کرښو کې د حکمتیار تیر او نن له هرې زاویی وڅیړو.
تر څو ملت او عامه اذهان د معلوماتو له سرچشمې برخمن شي.

پرون حکمتیار له چا څخه ډاډه و؟
حکمتيار د روسانو سره په جګړه کې د امريکايي ولسمشرانو جیمي کارټر او رونالډ ريگن څخه ډیرې مرستې تر لاسه کولې ، روسانو سره د جهاد په وخت کې سعودي عربستان او چين د پاکستاني استخباراتو، ای ایس ای په واسطه د نورو جهادي گوندونو په پرتله ۶۰٪۱۰۰پوځي او مالي مرستې یوازې له حزب اسلامي حکمتيار سره کولې؛ ځکه چې حکمتيار د امريکا استخباراتي ادارې، سي ای اې ته ویلي وو چې تر ټولو جهادي مخکښې څیرې دوی دي او ډیر شورویان د همدوی په لاس وژل کیږي خو حقیقت دا وه چې حکمتیار تر هرچا زیات دا پوځي او مالي مرستې د مجاهدینو په خپلمنځي جګړو کې مصرف کولې..
د واشنگټن باور دا وو، چې شوروي پوځيان ښایی له افغانستانه ونه وځي. امريکا غوښتل چې افغانستان کې روسان په یو داسې دام کې راښکیل کړي چې د تودو اوبو ارمان یې پوره نه شي کنه لږ تر لږه مسکو ته سرخوږی جوړ کړي، خو د افغانانو په سترو قربانیو پايله دا شوه، چې د ۱۹۸۹ په فبرورۍ کې د شوروي اتحاد سرتيري له افغانستانه ووتل، د روسانو په وتلو سره سمدلاسه د حکمتيار په ګډون په ټولو مجاهد و ډلو ميلياردونه ډالر ودرېدل.

حکمتیار ستر وړاندیز رد کړ!

کله چې د ۱۹۹۲ په اپرېل کې شوروي اتحاد ونړېد، هغه مهال افغان ولسمشر نجيب الله ګلبدین حکمتيار ته بلنه ورکړه، چې واک ترلاسه کولو لپاره ورسره خبرې وکړي، خو حکمتيار د نجيب غوښتنه ونه منله، د وخت په تېرېدو د حکمتيار وسله‌وال دجبار قهرمان او خلقیانو په مرسته له سويله کابل ته ننوتل، په ورته وخت کې د ده سيال احمد شاه مسعود هم دپرچمیانو ګلم جم ملیشې سره د جبل السراج تړون په اساس د شمال له لارې کابل ته له خپلو سرتېرو سره ننوت.

د ۱۹۹۲ په جون کې حکمتيار پر کابل توغنديز بريدونه پيل کړل. د سره صليب د ادارې څېړنې ښيي، چې پر کابل د حکمتيار د توغنديزو بريدونو او جگړو له امله شپیته زره کابليان ووژل شول.

حکمتیار د طالبانو له راتګ سره څه وکړل؟

په کال ۱۹۹۵ کې د طالبانو اسلامي تحريک د هېواد له سويلي ولايتونو راپورته شو، سويلي ولايتونه او د حکمتيار هغه مرکز يې ونيو، چې له کوم ځايه به يې پر کابل توغنديز بريدونه کول.

دغه مهال حکمتيار د نوي ايتلاف او ملگرو په لټه کې شو، نه له طالبانو سره يو ځای شو او نه هم د احمد شاه مسعود په مشرۍ د طالبانو مخالفو ډلو سره، بلکې ايران ته ولاړ.

په ۲۰۰۱ میلادي کال چې امریکا پرافغانستان پوځي یرغل وکړ حکتیار د امريکا دا يرغل وغانده، د ۲۰۰۱ په ډسمبر کې يې بن کنفرانس سره هم خپل پرېکون اعلان کړ، چې د مسعود د پلويانو په گډون د جهادي گوندونو غړي يې مهم برخوال وو.

حکمتیار مهاجر وشړل شو

کله چې د امريکا پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د ۲۰۰۲م په جنوري کې ايران «شيطاني کړۍ» وبلله، چې د حکمتيار په څېر ترهگر ته يې پناه ورکړې. تهران حکمتيار ته وويل، چې افغانستان ته ولاړ شي. حکمتيار هڅه وکړه، چې د امريکايي پوځيانو پر ضد وسله‌وال فعاليت وکړي، خو د هوډ خلاف يې د پېښور لاره ونيوله او د ده پخوانيو ملگرو دی هلته ليدلی وو. د حکمتيار وسله‌‌والو

آیا حکمتیار د امربکایی اشغال پرضد رښتیا هم جهاد کړی؟

حزبیانو د امریکا یرغل پر خلاف جګړې په ټول ۱۵ کالو کې د لږ شمېر بريدونو پړه منلې، په دغو بريدونو کې د ۲۰۰۸ په اگسټ کې هغه بريد دی، چې لس فرانسوي سرتيري په کې ووژل شول. د ۲۰۱۳ په مۍ کې يې کابل کې د هغې چاودنې پړه هم ومنله، چې د درې امريکايانو په گډون يې پنځلس ولسي وگړي ووژل، خو حکمتيار د تېرو پنځلسو کالو په جگړو کې دومره اهميت نه درلود، چې بهرنيانو او افغان حکومت ته سرخوږی جوړ کړي او بالاخره د حکمتیار پټ انډیوال (پاکستان ) پټه نا رسنیزه پرېکړه وکړه، چې حکمتيار له کابله د باندې په کابل کې دننه د پاکستان گټې ډېرې ښې تضمينولای شي.

نوی تړون څه معنا؟

درې میاشتې وړاندې چې حکمتيار افغان حکومت سره کوم تړون لاسليک کړ، پر تاوتريخوالي او جگړو به پام وړ اغېز ونه کړي، ځکه چې په تېرې يوې نيمې لسيزې کې د حکمتيار ډله د وسله‌والو طالبانو د پراخ پوځي حضور له امله څنډې ته پاتې وه.

حکمتیار څه ومنل؟

حکمتيار و منل چې د هوکړې شرطونه او «سرې کرښې» افغان حکومت او امريکا ورته ايښې، چې وسله به پر ځمکه ږدي، تلپاتې اوربند به کوي، د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کوي او له هغو ډلو سره به پرېکون اعلانوي، چې د افغانستان حکومت يې دښمنان او ترهگر بولي.

د ښځو په اړه هم د حزبیانو لیدلوری بدل شو

د حکمتيار گوند، چې د رپوټونو له مخې يې په شپېتمو او اويايمو لسيزو کې پر لوڅ مخو ښځو تېزاب شيندل، افغان حکومت سره منلې، چې «د افغانستان ښځې او سړي دواړه له هر ډول توپير پرته يو شان حقونه او مسووليتونه لري.»

حکمتیار له دولت سره ۲۵ مادییز تړون لاسلیک کړ

په دغه هوکړه کې حکمتيار غوښتنه کړې، چې د بهرنيو پوځونو وتل که شونې وي تضمین دې شي، د دغې ډلې غړي دې په هېواد کې ازاد ژوند ولري، وسله‌وال دې يې په امنيتي ليکو کې ځای پر ځای شي، پر حکمتيار او پلويانو دې لگېدلي نړيوال بنديزونه پورته شي او د دوی بنديان دې خوشې شي، خو د افغانستان د سياسي نظام په اړه يې کوم شرط نه دی ايښی، حکمتيار د افغانستان اساسي قانون منلی. د اساسي قانون له مخې اسلام د افغانستان دين دی..

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د هوکړې سخت ټکی و، حکمتيار هم پخوا د طالبانو په څېر ټينگار کاو،
چې له هر ډول خبرو وړاندې دې بهرني پوځونه له هېواده ووځي او د همدې شرطونو له امله څو ځله مذاکرات له خنډونو سره مخ شوي دي. بالاخره افغان حکومت او حکمتيار ډلې په دې سره سلا شول، چې ټول افغانان د هېواد د خپلواکۍ او ملي گټو له مخې د بهرنيانو وتل غواړي، خو په مسوده کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش ونه ټاکل شو.

تر دې له مخه چې ښاغلی حکمتیار له کابل حکومت سره د خبرو لپاره تیاری وښیي امریکایانو د هغه د ګوند مربوط دوو تنو په سر نقدي جائزې اعلان کړې ، ښاغلی حکمتیار د امریکایانو د دې اقدام په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه چې په هغې کې هم د خپلو ملګرو په سر د امریکایانو د جائزې ټاکل وغندل او هم یې د هغوي په لاس له جوړشوي حکومت سره د مذاکراتو تر سره کول اعلان کړل.

په دې حساس زماني مقطع کې د حکمتیار د مذاکراتو فوري اعلان خپل سیاسي مدلولات لري چې د وخت په تیریدو به راڅرګند شي.

که څه هم چې د ښاغلي حکمتیار د ا لومړی ځل نه دی چې له کابل سره سوله ییزو مذاکراتو ته لیوالتیا او تیاری ښیي، د ستراتېژيکو او سيمه‌ ييزو څېړنو مرکزد وروستي تحلیل له مخې ښاغلی حکمتیار له ۲۰۱۰ کال راهیسې ۱۷ کرته له کابل حکومت سره د مذاکراتو ترسره کولو هڅه کړې چې تر اوسه پوري یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

حکمتیار متعهد دی تر څو ………

د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ژمنه کړې، چې وسلې به پر ځمکه ږدي او منلې يې ده، چې فعاليتونه به يې د حکومت له لوري څارل کېږي، د افغانستان اساسي قانون يې منلی، په انتقالي عدالت کې به برخه اخلي. نن چې طالبان په گڼو برخو کې مخ پر وړاندې روان دي او حکومت د خپلمنځي شخړو له امله په گڼو سيمو کې له ماتې سره مخ دی. دا ډېره ستونزمنه ده، چې د تېر وخت غچ له خلکو واخيستل شي، افغانان بايد هڅه وکړي، چې ټولنيز عدالت څرنگه تامين شي، افغانه ټولنه له هر څه زيات سولې ته اړتيا لري. د حکمتيار له لوري بې ساري تنازلات د دې ښکارندوی دي، چې يوه ورځ به سوله راځي او دغه سوله د نورو مخالفينو لپاره يو ښه مثال کېدای شي.

د حکمتیار راتګ به کومه ګټه وکا؟

امریکایان غواړي چې د ملي یووالي حکومت تر نامه لاندې مختلف الأضلاع جهتونه او اشخاص د دې لپاره سره راټول کړي چې هغوی یو د بل په خلاف وکاروي، همدا اوس د ملي یووالي په حکومت کې دا حرکت له ورایه ملموس دی.

امریکایانو او د کابل حکومت ته د ښاغلي حکمتیار اوسني پوځي او سیاسي ثقل ښه معلوم دی، هغوی که نوموړي ته د ملي یووالي په حکومت کې په کوم سیاسي امتیاز ورکولو قانع کیږي هم هغه به په ډیره ټیټه کچه وي، ځکه هغوی همدا اوس په خپله د حکومت د کلیدي پوستونو د ویش په سر سره په لانجه کې دی ، چې له امله يي تر یوه نیم کال تیریدو وروسته هم لا کابینه نیمګړې پاتې ده.

په افغانستان کې د امریکایانو په مقابل کې تر ټولو ستر خنډ د طالبانو په مشري روان مقاومت و
امریکایانو د دې خنډ د لیرې کولو لپاره خپل ټول توان وکاراوه خو ونه توانیدل چې دا ستر خنډ له مخې لیري کړي ‏، یواځې امریکایان نه بلکې د نړۍ په کچه تر ټولو ځواکمن پوځي تړون (ناټو) او د امریکایانو تر مشري لاندې د هغوی نړیوال جنګي ایتلاف هم په افغانستان کې د طالبانو په له منځه وړلو او یاهم د هغوي په کمزوري کولو کې پاتي راغلل. هغوي چې اوس تر ډیره حده له پوځي زورآزمايي څخه مایوسه شوي غواړي خپل هدف (د طالبانو له منځه وړلو) ته له بلې غیر مستقیمې لارې ځان ورسوي .

هغوي د دې کار لپاره دري محاولات ، کوښښونه په لاره اچولي:

الف: د نمایشي مذاکراتو په پلمه طالبان راګیرول.

ب: د هغوي په منځ کې تفرقه او تجزیه ایجادول.

ج: د هغوی د تضعیف لپاره د هغوی په مقابل کې نوې وسله والې ډلې ټپلې راپیداکول او دهغوي په مقابل کې کارول.

خو طالبانو لکه چې په پوځي ډګر کې امریکايي تلاشونه ناکام کړل اوس په خوراجدیت سره د هغوي سازشي هڅوته هم متوجه او په ډیر حکمت سره یې د شنډولو کوښښ کوي.

د طالبانو لخوا د څلور اړخیزه مذاکراتو تحریمول:

طالبانو د روان کال مارچ د میاشتې په ۵ نیټه د یوې رسمي اعلامیې په صادرولو سره د امریکایانو په دستور پیل شویو څلور اړخیزه مذاکراتو کې له ګډون څخه انکار وکړ، چې په دې کار سره یې نه یواځې د امریکایانو توطیه شنډه کړه ؛ بلکې د هغوی په مقابل کې د خپل پوځي ځواکمن توب تظاهرهم وکړ.
د طالبانو دا موقف هم د ولس لخوا د تائید او ستاینې وړ وګرځیده او هم یې په سیاسي ډګر کې د مقابل لوري پیل کړی فعالیت له رکود سره مخ کړ.

حکمتیار ولې دا اقدام وکړ:

له یوې خوا د لویدیځوالو غوښتنه وه چې حکمتیار به ښایی د داعش په پرستیج، او ذات البیني شخړو په تداوم کې رول پراخ کړي. بلخوا د حزبیانو تاریخي غوښتنه چې د ارګ واګي تر لاسه کړي سترسنبولیک آرمانونه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ضمیر

دی کی شک نشته چی حکمتیار اوسنی حکومت ته پوره تنازل وکړ او حتی حزب حکومت ته تسلیم شو خو الله موژ ته په هر خبره کی د عدل توصیه کړی دا لیکنه بلکل خالی له انصافه ده سر تر پایه ۸۰ فیصده دروغ ده داسی هم نده چی لیکوال وایی او داسی هم نده چی حکمتیار یی وایی په هر حا که د چا نوی بدی یادوی یادی یی کړی خو دروغ ویل په ګناه هم پوه شی

افغان

زه د ضمیر صاحب تبصری ته حیران دران پاتی شوم ، له یوی خوا وایی [ دی کی شک نشته چه حکمتیار حکومت ته تسلیم شو] بیا وایی [ چه الله مونږ ته به هره خبره کی د عدل توصیه کړی] او بیا وایی چه پورتنی لیکنه په سلو کی ۸۰ دروغ ده ، تاسی خپله د هغه لیکنی رشتنولی کړی چه حکمتیار بی له کومی اسلامی او ملی ګټی د کابل غلامی اداری ته تسلیم شو او بیا هم د عدل خبره کوی او پورتنی لیکنه بی له دی چه د دروغو په اړه یی څه پیدا کړی دروغ… نور لوستل »

عارف امید

دکابل دمزدورې ادارې سره خبرې اترې اوپه دې اداره کې په لوړوپالیسي جوړونکو څوکیو کارکول درښتینو سیاستوالو سره نه ښایي. البته دکابل دادارې سره دحکمتیار دتړون لاسلیکول امریکایي – ناټویي اشغال ته دنوموړي له لوری دمشروعیت ورکولو یوه هڅه وه اوضمنآ ددې واقعیت ښکارندوی ده چې حزب حکومت ته تسلیم شو.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x