افغانستان

د امریکا سمندري ځواکونه د طالبانو سره د جګړې لپاره هلمند ته ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۱۸، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د جنوبي ولایت هلمند څخه د برتانوي او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه ولایت کې طالبان وتوانېدل چې دولتي ځواکونو ته ماتې ورکړي او هغوی تر مرکزي ښار لښکرګاه پوري محدود وساتي، خو اوس یو ځل بیا د امریکا دفاع وزارت پریکړه کړې چې هلمند ته به د طالبانو سره د جګړې او دولتي ځاکونو د ملاتړ لپاره خپل ۳۰۰ تنه عسکر لیږي.

د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندې رسنیو ته ویلي چې د راتلونکي پسرلي پوري به په هلمند کې ۳۰۰ سمندري ځواکونه ځای پر ځای شوي وي او هلته به یې د افغان ځاکونو روزنیز او مشورتي عملیات پيل کړي وي.

یاد اضافي ځواکونه به په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو او د پولیسو ۵۰۵ زون قومندانۍ له پولیسو سره اوږه پر اوږه مرسته کوي.

په هلمند کې ددغه نوي ځواک مشري به امریکايي ډګر جنرال «روجر ټرنر» کوي ، په دې اړه د سمندري ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي: « د امریکا سمندري ځواکونه په ځانګړي ډول په هلمند کې عملیاتي تاریخ لري، د افغان ملي اردو او پولیسو په روزني او همکاري سره به وکولای شي چې مخکنۍ لاسته راوړني وساتلی شي».

په ۲۰۱۴ کې د امریکايي سمندري ځواکونو او برتانوي ځواکونه له هلمند ولایت څخه ووتل او د بست کلا قرارګاه یې دولتي ځواکونو ته خوشي کړه.

په ۲۰۱۴ کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما اعلان کړی وو چې د کال ۲۰۱۶ تر پایه به د امریکايي ځواکونو کچه یوازي د سفارت ساتني تر کچي را ټیټه شوې وي لکه څرنګه چې په عراق کې همداسي وشول.
خو نوموړي د تېر کال په جولايي میاشت کې یو ځل بیا له خپلي خبري وګرځېد او وې یل چې د کال ۲۰۱۷ په پیل کې به د امریکايي ځواکونو شتون تر پخوانیو اټکلونو زیات وي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې به ۸۴۰۰ عسکر پریږدي، ځکه چې د افغانستان دولتي ځواکونه په هغه قوت نه دي چې ورته په کار وه.

باید وویل شي چې په افغانستان کې تر اوسه د امریکا ۲۱۸۱ پوځیان وژل شوي دي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x