افغانستان

«غبار هفت» عملياتو په تګاب کې سلګونه کورنۍ بې ځایه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۱۸، ۱۳۹۵ل): د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو لخوا د «غبار هفت» په نوم عمليات پيل شوي چې له امله يې سلګونه کورنې بې ځايه شوې دي.

نژدې څلور ورځې کېږي چې په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو د له منځه وړلو په موخه «غبار هفت» عمليات پيل شوي دي.

د سيمي يو تن قومي مشر نجيب الله رحيمي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې عمليات د ولسوالۍ په جنوبي برخه کې روان دي.

د سيمي اوسېدونکي وايي د جګړو د شدت له امله شاوخوا ۴۵۰ کورونۍ بې کوره شوې چې تر اوسه پورې ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.

دولتي ځواکونه ادعا کوي چې د عملياتو په جريان کې يې ډيرې سيمې تصفيه کړې دي.

څو تنو بې کوره شويو چې د ژمي په يخه هوا کې په خيمو کې ژوند تيروي، رسنيو سره په خبرو کې ويلي: که ژر تر ژره ورته مرستې ونه رسيږي، ډير امکان شته چې ماشومان او سپيږيري يې د زياتې سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړي.

يو بې ځایه شوی حاجي نبي الله وايي: له دولته مرسته غواړو، موږ له خپلو کورونو په داسې وخت کې بې ځایه شوي يو چې هوا ډيره يخه ده.

د کاپيسا سيمه ييزو چارواکو تر اوسه پورې د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مسؤولينو په نشر شوې خبرنامه کې ليکلي چې ۱۵ طالبان يې وژلي او يو شمير مهمات يې نيولي دي.

طالبانو په خپله انټرنيټ پاڼه کې دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې او مالي زيانونو اړولو ادعا کړې او دغه راز يې د دولتي ځواکونو هغه ادعا رد کړې چې له دوی نه يې سيمو نيولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x