دفلکي علومو لارښود (1) دفلکي علومو دثلاثي الأبعاد پیژندنه

مفتي احسان الله

دفلک دعلم تعريف، موضوع او غرض

دهر علم دپيژندني لپاره دهغه علم تعریف، موضوع او غرض پيژندل لازمي وي، دفلک دعلم تعریف، موضوع او غرض هم په لنډ ډول تشریح کوو.

دفلک دعلم تعریف:

علم الفلك هو الدراسة العلمية للأجرام السماوية. مثل النجوم، والكواكب، والمذنبات، والمجرات.

علم فلك هغه علم ته وايې، چې په هغه سره داسماني اجرامو (دلوړو شيانو ځای ځايګی، جسامت، حرکات، کيفيت، کثافت، پيدايښت، يو دبله فاصله او داسي نور څه) نه بحث كيږي، اسماني اجرام ډیری قسمونه لري: لکه لمر ، سپږمۍ، ستوري، سيارې، لکۍ دار ستوري، شهاب ثاقب، کهکشانونه او داسي نور.

موضوع:

موضوع علم الفلک، هو السماء.  أي كلّ ما يوجد خارج الأرض من أجرام سماوية كالكواكب و الأقمار إلخ.

داسمان نه هر هغه څه مراد دي، چې دزمکي نه خارج وي، هغه که لمر، ستوري، سپږمۍ او داسي نور اجرام وي، دا طبعي خبره ده، چې دعلم فلک په علم کې به دزمکي نه هم بحث کیږي، خو ډیر په اجمالي ډول.

دفلک علم یو عام او شامل علم دی، څوک چې په دغه علم کې ځان ماهر جوړول غواړي، هغه ته لازمه ده، چې په ریاضي، فیزیا، کیمیا او جغرافیه کې دومره معلومات ولري، دڅومره چې په علم فلک کې ورته ضرورت وي.

غرض:

معرفة أحوال العالم الفلكي، لترجع النفس إلى مبدع العالم.

دفلک دعلم په زده کړه سره، په اصل کې دخپل خالق حقیقي پیژندل مطلب او مقصد دی، خو له دې سره ددې عالم (کون) عجیبه حالات، ښایسته ترتیب، مضبوط نظام، او د الله تعالی قدرت کامله زموږ دعلم په اندازه حاصلول هم مراد دي،، بې شکه چې دفلک دعلم په سبب سره انسان دالله پر وجود، دهغه پر قدرت او لوی شان له دلیله پرته باور کولو ته اړ اېستل کیږي، نو ویلای شو، چې علم فلک دالله درضا سبب او ستر باعث هم دی.

حکما او فلاسفه انساني جسم په عالم اصغر سره یادوي، الله رب العزت انسانان په خپل نفس (عالم اصغر) کې غور او فکر کولو ته رابولي، ﴿وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ﴾ [الذاريات: 21] ، او دکائناتو په باره کي الله رب العزت فرمايې: ﴿لَخَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [غافر: 57]

ژباړه: داسمانو او زمکو پیدایښت، دخلکو تر پيدایښت ډیر ستر کار دی، خو ډیر خلک نه پوهیږي.

هم دا راز دقرآن کریم په بل ځای کې انسان په اسماني اجرام کې غور او فکر ته متوجه کوي: ﴿{أَفَلَمْ يَنْظُرُوا إِلَى السَّمَاءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوجٍ﴾ [ق: 6].

ژباړه: ایا دوی پورته اسمان ته نه ګوري؟ څنګه مو جوړ کړی، او څنګه مو ښایسته کړی دی، یو نقصان هم په کې نشته.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.