
ننګرهار غني خيلو کې ډله ييز سرتيري بريدونه شوي
نن شنبه شاوخوا اته پاوکم اته د ننګرهار د غني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امريکايي عسکرو پر بیس طالبانو ډله ییز سرتيری برید کړی. ويل کېږي لومړ سرتيری بریدګر له چاودیدونکو توکیو ډک موټر د بیس له دروازې سره و واهه او ورپسې په سپکو او درنو وسلو سمبال شپږ تنه سرتيري بریدکوونکي بیس ته ننوتل او جګړه يې پيل کړه. د عیني شاهدانو له قوله جګړه لا تر اوسه هم روانه ده، خو د مرګ ژوبله په اړه څه نه دي ويل شوي. د یادونې وړ ده چې بهرنيان د جګړې په دوران کې د مرګ ژوبلې په اړه رسنیو
ته څه نه وايي. د نور تفصیل لپاره نن ټکی اسیا سره اووسئ