نړۍ

د فلوریډا د هوايي ډګر بریدګر د عراق جګړې څخه ورګرځېدلی «اعصاب خرابی» عسکر وو

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۱۸، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د امریکا د فلوریډا ایالت په هوايي ډګر کې یوه ۲۶ کلن امریکايي عسکر پر مسافرو مخامخ ډزي وکړې چې له امله یې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شول.
ځیني داسي راپورونه هم خپاره شوه چې د وژل شویو کسانو شمېر ۸ او د ټپيانو شمېر ۱۳ دی.

امریکايي رسنیو د پيښي سمدستي وروسته ویلي وه چې بریدګر د پيښي په ځای کې نیول شوی دی.
د عیني شاهدانو په وینا بریدګر د فلوریډا هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته له خپل بستې نه توفنګچه را وایستله او پر شاوخوا مسافرو یې ډزي پیل کړې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.
دوی زیاته کړې چې د ډزو وروسته د پولیسو په راتګ سره نوموړی خپل ځان هغوی ته وسپاره او پر ځمکه پړمخې پرېوتی.

د بریدګر په اړه تازه معلومات وايي چې د هغه نوم «ایستبان سانتیاګو» دی، د امریکا په پوځ کې دنده تر سره کړې، د عراق څخه هیواد ته د را ګرځېدو وروسته د «الاسکا» په ایالت کې په دنده ګمارل شوی وو، خو ځکه چې کارکردګي يې سمه نه وه، له پوځه په رخصت شوی وو.
نوموړی عصبي ناروغي لرله، هغه چې کله له عراق څخه امریکا ته ګرځېدلی وو، د کورنۍ له لوري یې پوځ ته د هغه چلند په اړه شکایتونه شوې وه.
امریکايي رسنیو ته سرچینو ویلي چې هغه څه موده مخکې پولیسو ته ورغلی او ورته ویلي چې د امریکا حکومت د هغه دماغ په خپل کنټرول کې لري او دی هڅوي چې د «داعش» ویډیوګاني وګوري.
چارواکو ویلي چې هغه د «الاسکا» ایالت څخه «فلوریډا» ایالت ته سفر کوی، په الاسکا ایالت کې خپله توفنچګه د هوايي ډګر امنیتي مسؤولینو ته د خپلو اسنادو سره ښکاره کړې، خو کله چې فلوریډا ته رسیدلی، هلته یې د سامانونو د تسلیمۍ پر مهال له خپلي بستې توفنګچه را ایستلي او ډزې یې پیل کړي دي.
ځیني سرچیني وايي چې په الوتکه کې د یو چا سره جنجال هم راغلی وو چې کیدای شي له هغه وجي عصبي شوی وی.

باید وویل شي چې تر دې پيښي دوه ورځي وړاندي په کاناډا کې له افغانستان څخه ور ګرځېدلې یوه کاناډائي عسکر خپله ټوله کورنۍ (مور، ښځه، لور) ووژله او وروسته یې ځان وژنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x