نړۍ

د سوریې په حلب ښار کې چاودني ۶۳ مړه او تر سل زیات نور ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۱۸، ۱۳۹۵ل): د حلب ښار په شمال کې د ترکیې پولي ته نیژدې د «اعزاز» په ښارګوټي کې چاودني لږ تر لږه ۶۳ تنه وژلي او تر سل یې زیات نور ټپيان کړي دي.

چاودنه نن د شنبې په ورځ ماښام د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د یوه لوی موټر په واسطه را منځته شوې ده، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوې ده.

د حلب پر ختیځه سیمه د روسي الوتکو د شدید بمبار او د ایراني ځواکونو په ګډون د سوریې نظامي ځواکونو ځمکني عملیاتو وروسته د ختیځ حلب ډیری خلک د «اعزاز» ښارګوټي ته نقل شول.

چاودنه د ښارګوټي په منځ کې د هلال احمر مرکز ته نیژدې شوې له کومه ځایه چې جګړه ځپلي سوریایان کومکونه اخلي، په همدې سیمه کې د مرکزي محکمې ودانۍ، ډاک خانه او ښاروالي دفتر هم دی چې په چاودنه کې یادي ودانۍ هم زیانمني شوي دي.

د الجزیرې د خبر سره سم یوه سرتیري برېدګر لوی موټر په چاودېدونکو بار کړی د ښار په منځ کې روان کړی وو او د زیاتو تلفاتو را منځته کولو په خاطر یې د ګڼي ګوڼي په ځای کې چاودنه ورکړه.

د پيښي له ځایه اکثره ټپيان د پولې بلې غاړې «ترکیه» ته لیږدول شي چې ویل کیږي شته روغتونونه په ټپيانو ډک شوي دي، او ګمان کیږي چې ډیری مړي او ټپيان به اوس هم تر نړېدلیو ودانیو لاندي بند پاته وي.

د اعزاز ښارګوټی د ترکیې پولي ته نیژدې موقعیت لري، د سوریې ازاد پوځ (د بشار الاسد وسلوال مخالفین) پر دغه ښارګوټي د کال ۲۰۱۲ څخه واکمن دي، خو «داعش» ددې تر مخه هم ورته برېدونه کړي تر څو په ښارګوټي کې د بشار الاسد مخالف وسلوال په نښه کړي او سیمه تر خپل کنټرول لاندي راولي، بل خوا د ترکیې ضد «کردي» ملیشې هم ددې ښارګوټي د نیولو هڅي کوي او د سوریې نظامي ځواک هم د ښارګوټي د نیولو لپاره عملیات کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x