افغانستانورزش

شاپور زدران له وسلواله بریده روغ وتلی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۱۸، ۱۳۹۵ل): د کرکیټ وتلی لوبغاړی او د ملي لوبډلي تکړه تېز بال غورځوونکی نن ماخوستن د کابل ښار په بګرامیو سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري تر برید لاندي راغلی دی.

ویل کیږي چې د نوموړي موټر زیانمن شوی دی خو ده ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم پر چا تور لګېدلی دی.

شاپور زدران ځینو خبریالانو ته پر تلیفون د خپل صحت په اړه اطمینان ورکړی دی خو د پيښي د تایید تر څنګ یې ویلي چې دده موټر هم زیانمن شوی دی.

پر فیسبوک باندي نشر شوي انځورونو کې یو موټر ښکاری چې د شا دروازې شیشه یې ماته ده خو تر اوسه دا نه ده یقیني شوې چې همدا به د نوموړي موټر وي او کنه.

شاپور زدران له ډېره وخته له نړیوال او کورني کرکیټ څخه لیري پاته شوی دی چې د نوموړي په وینا د کرکیټ بورډ د پخواني مشر له لوري له ملي لوبډلي ګوښه کړی شوی وو خو د کرکیټ بورډ چارواکو هغه وخت د نوموړي خبري رد کړي وې او ویلي وه چې هغه د ډسپلین او فټنس (نظم او روغتیا) ستونزې لرلې.

شاپور زدران د کرکیټ ملي لوبډلي یو له مهمو لوبغاړو او مشهورو څېرو څخه دی، د کرکیټ بورډ تازه ټاکل شوي چیف سلکټر (غوراوي کمېټې مشر) نوروز منګل وویل که چیري شاپور زدران په کورني کرکیټ او الف لوبډلي سره خپل پیاوړتیا او وړتیا وښيي، په ملي لوبډله کې به ځای ورکړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x