افغانستان

عبدالشکور دادرس: د بګرام تور زندان په اړه باید جدي پلټنې وشي

په بګرام کې د بندیانو د دوسیو د څېړنې کمېټې غړی عبدالشکور دادرس وایي یوه امریکایي قاضي هم په بګرام کې د تور زندان پر شتون اعتراف کړی دی. دادرس زیاتوي چې د استیناف دغه قاضي منلې چې امریکايي ځواکونه د بګرام په دغه برخه کې له بندیانو سره ناوړه چلند کوي او هغوی ډبوي او شګنجه کوي. دادرس وایي خوشو شویو بندیانو ورته ویلي چې؛ امریکایي ځواکونه په بګرام کې په تور زندان کې بندیان په سخت حالت او تپه تیاره کې ساتي. بندیان وایي د تور زندان په اړه نور څه نه شي ویلی؛ ځکه سترګې او لاسونه یې تړلي وو، خو داسې ځای وو، چې نه رڼا وه او نه هم برښنا. دادرس د زندانیانو له قوله وایي له تور زندان نه تر بګرام زندان پورې له اوو تر لسو دقیقو پورې لار وه. ده وویل چې د تور زندان په اړه باید جدي څېړنه وشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x