
سعودي وايي دوه خطرناک «تروریستان» مو ووژل
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۱۸، ۱۳۹۵ل): د سعودي د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې نن یې په پلازمینه ریاض کې د «تروریستانو» پر ضد بریالي عملیات وکړل او دوه کسان یې ځای پر ځای ووژل.
د سعودي رسمي خبري اژانسونو د کورنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړ چې د ریاض په شمال کې د «الیاسمین» په کلي کې امنیتي ځواکونو یاد عملیات وکړه چې له امله یې دوه مطلوب «تروریستان» ووژل شول او د امنیتي ځواکونو یو عسکر هم ټپي شو.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی ته معلومات وشوه چې په دغه سیمه کې امنیت ته مطلوب «طایع بن سالم او طلال بن سمران» په یوه کور کې پټ دي چیري چې دوی چاودېدونکي او بمونه جوړول.
د پيښي وروسته د کورنیو چارو وزارت او د سعودي محلي رسنۍ دا عملیات ډېر بریالي بولي او زیاتوي چې «طایع» په نامه کس د «داعش» د بم جوړوني او سرتیرو بریدګرو را جلبولو او تجهیزولو متخصص وو.
تر اوسه په دې اړه د «داعش» ډلې څه نه دي ویلي.