«هوکې ځمکه ګرځي»

حامد افغان

آبله ورځ د ریاض هوایي ډګر کې زموږ الوتکه شل دقیقې کم څلور ساعته ناوخته شوه، هلته د انتظار په مهال یوې کیسې سره مخامخ شوم، دې کیسې پوري ایټالوي ساينسپوه ګالیلو رایاد شو، کله چې هغه کلیسا ته له ډاره خپل اعتراف لیکه چې “ځمکه نه ګرځي” خو په لاتیني ژبه یې له ځانه سره ویل: هوکې! ځمکه ګرځي، هوکې! ځمکه خامخا ګرځي، په زماني او کوني ټولو لحاظونو او زموږ د ژوند د تجربو له مخې هم ځمکه ګرځي..

کیسه داسې وه چې څو کاله مخکې له «جدې» نه د بَرید له لاري یوه ډېر ارزښتناکه ډالۍ راته ورسيدله، رالیږونکی مې له ډېرو پلټنو وروسته هم معلوم نه کړای شو او همداسې مجهول پاته شو، نو ما هم هغه ډالۍ همداسې بنده پرېښودله او خلاصه مې نه کړه. ځکه روحي لحاظ یې منلو خوند نه راکوه. نو تر ننه همداسې تړلې پرته ده.

کله چې هوایي ډګر کې انتظار وم، کتاب مې راواخیست او په مطالعه بوخت شوم، خو د خلکو تګ راتګ به مې توجه بدلوله، وروسته یوه کوچنۍ کورنۍ زما خواته کینستله چې ځوان میړه او ځوانه میرمن او یوه یې ښایسته ماشومه لور وه.

ځوانې ميرمني غبرګې سترګې زما په څېره کې ګنډلې وې او په کتلو کې یې ډېرې پوښتنې ځلیدلې! اخیر یې راته وویل: ته خامخا فلانکی یې بل څوک نه یې! ما د تایید په ډول سر ورته وښوروه، میړه او ښځه دواړه له هېښتيا وازې خولې پاته شول! زه هم دې حالت له تعجب سره مخ کړم، مال څه چل دی ولې دواړه تعجب راته کوئ؟!

ميرمني راته کړه: دا زموږ ښایستوکې لورکۍ ته ګوره! که د الله فضل او بیا ته نه وی دا به دنیا ته نه وه راغلې او نه به زه او زما میړه سره یو ځای وو، بیا یې خپله کیسه راته پیل کړه، ول زما دا خاوند زما د تره زوی دی، کوچنیوالي کې زموږ کوژدن شوې وه چې واده مو وکړ، یوه میاشت وروسته مو ترمنځ اړیکې بېخونده شوې او په طلاق سره بېل شوو. دې پېښې زموږ په کورنۍ ډېر بد اغېز وکړ او پلار مې سخت خپه او غوسه شو او زموږ ترمنځ د روغې جوړې ټولې هڅې بې ګټي شوې.

بله ورځ مې پلار په یوه ورځپاڼه کې د (چې کیسه ختمه نه شي) تر عنوان لاندې ستا یوه لیکنه ولوستله، د هغې لیکنې یوه کاپي یې ما او بله یې زما خاوند ته ولیږله، ته یقین وکړه هغې لیکنې پر موږ دواړو عجیب اغېز وکړ، په اوونۍ کې بیرته سره یوځای شوو او هغه ستونزه مکمله ختمه شوه. اوس له خوشاليو ډک ژوند لرو او دا یوه لور مو هم وشوه.

ميرمني خپله کیسه ختمه کړه ليږ ځنډ چوپ وه وروسته یې ناڅاپه وویل: رانه هېر و، زموږ په روغه زما پلار زیات خوشاله شو او ستا لپاره یې خورا ارزښتناکه ډالۍ تیاره او د ثواب په نیت یې په نامعلوم نوم درولیږله، ما مې پلار ته وویل: زه به اړیکه ورسره ونیسم او ستا د ډالۍ به ورته ووایم، خو هغه سخت مخالفت وکړ، وروسته یې ټوکه کې راته وویل: که مخامخ دې چرته ولید بیا ورته ویلی شې او دا کار نو ماناشونی وباله.

عجیبه ده وروڼو! د الوتکي دا ځنډ زما لپاره ډېر خوندور و، رښتیا هم دنیا ګرځي، ډېر کلونه وروسته مې هغه ډالۍ رالیږونکی وپېژاند یوه بله د خوند خبره دا وه چې هغې نجلۍ ماته وکتل نو پلار ته یې وویل: “هغه دا دی؟” پلار یې ورته کړه: هوکې! وروسته یې پلار ماته په نرمه او مینه ناکه لهجه وویل: موږ ستا له لیکنې سره ستا انځور غټ چوکاټ کې د وتلو په دروازه راځړولی دی نو موږ ټول یې هر وخت وینو!

دا د یوه مشهور سعودي لیکوال نجیب الزامل د لیکنې ژباړه ده، رښتیا هم ډېره د خوند خبره ده چې ستا له لاسه چا ته خیر او خوشالي ورسیږي، خلکو ته د خیر لارې په اغېزمنه ژبه روښانه کول که څه هم سخت کار دی خو اغېز یې خورا زیات او ګټور وي. الله دې وکړي زموږ د لاس کرښي هم د مسلمانانو د ښمر وړ وګرځوي.



4 تبصرې

  1. محمد عبدالله الخراسانی

    دوی وکولای شول خپل نظریات په مکمله توګه دخلکو په منځ کی نشر کړی او خپل تیوری تر یقینی درجی پوری خلکو ته تلقین کړی

  2. محمد عبدالله الخراسانی

    شه خبره ده. خو دا ګالیله او دی ته ورته نور د فریمیسن غړی ول چی ددجال او دهغه دشیاطینو لپاره کار کوو اوکوی اوله کی له دوی سره د کلیسا مشرانو لږ مقابله وکوو خو چونکه دهغوی په دین کی دیر تحریفونه شوی وو هغوی ونشوای کولای ددوی مخه دب کړی او دوی په دیر مخفی شکل خپل کارونو ته ادامه ورکړل هماغه وو چی دوی غالب راغلل او تقریبا په توله ځمکه خپله سلطه قایم کړو او دوی پسی یهود زایونست هم دی چی اوس هم کلیسا او عیسویان دهغوی لخوا دیوی نانزکی په شکل استعمالیږی

  3. الجاج استاذ بیانزی

    محمد عبدالله صاحب ! ستاسی د خبرو به تایید یو څه به زه هم ورسره زیات کړم ، او هغه دا چه :
    دحال دروغحن شیطان ته وایی ، شیطانان هم په انسانانو او هم په کفارو کی شتون لری یعنی ، کفر د حق پټولو معنی لری او حق پټول دروغ دی په دروغو کی خق پټونه نغشتی ده ، دا معنی چه هر کافر دجال دی ( البته کفارو کی هم کوچنی او لوی دجاالان شتون لری )
    لمړی همدا چه یهودان او صلیبیان زمونږ نوی بيغمبر نه منی کافر دی یهودان او صلیبان له ملایکو د الله لوڼه او یا له عیس ع ته د الله زوی وایی دروغجن او کافر دی . نو بیا څرنګه ممکنه ده هغه څوک چه د هغو اروبایی کلیسا ګانو به مقابل کی ولاړ وو هغوی دجالان او کلیساوی دجالان نه وو ؟ د هغوی ترمنځ مادی رقابت وو یو اړخ دجالانو د بل اړخ دجالانو سره د مادی رقابت له مخی کرکی او دشمنی درلودلی اصل کی دواړه اړخونه دجالان وو

  4. محمد عبدالله الخراسانی

    الحاج استاذ بیانزی صاحب! ستاسو خبره سمه ده
    ماهم پورته تبصره کی لیکلی چی چونکی دوی خپل دین تحریف کړی ول نو دوی ونشوای کولای ددوی مخه ډب کړی ګنی لا هغه ۴۰۰ کاله د مخه باید ددوی(ساینسدانانو) مخه ډب شوی وای او دوی باید نه وای پریخودل شوی چی دنیا دترقی او آبادی په نوم بربادی ته ورسوی خو دا حالات حتمی راتلونکی وو
    دا سمه ده چی واړه دجالان هم شته او یوازی په عیسویانو کی نه مسلمانانو کی هم شته خو زما مطلب دلته د لوی خبیث اعور دجال څخه مقصد وو چی دوی مستقیم او غیر مستقیم دهغه لپاره کار کول او کوی دا په دنیا باندی دیر لوی جال خور شوی دترقی او تکنالوژی په نوم دنیا او انسانان دګمراهی او تباهی کندی ته واچول شو
    او دا کوم ساینسدانان چی دخلکو دسر تاج وګرزیدل لکه اسحق نیوتن، انوشتین، بنجامین فرانکلین دبرق په نوم مخترع کوم چی تصویر یی د ۱۰۰ دالرو په نوت کی هم شته همداسی تام ادیسون، jack parson او داسی نور د تور جادو او په نورو طریقو له دجال او شیاطینو یی مستقیم کمک غوختل دوی اصلا د قدر وړ خلک نه وو بلکی دقتل سزاوار وو خو چونکی زمانه معکوسه شوی نو همجنس پرستی قانونی او دفخر وړ وګرزیدو او دجهاد نوم جرم وګرزیدو په سنت طریقه ګیره او ویختان پریخودل جرم او د شاته پاتی کیدو علامت شو شرافت او انسانیت ناپوهی او نادانی معرفی شو چالاکی او حرامزادګی سیاست او هوخیاری شو ظلم او زیاتی بهادری او سوپر پاوری شو نو دا خو تول شیان معکوس دی،بیحیایی فرهنګ او کلتور شو،ډمتوب،ځلیدونکی شو،لوبه او مستی قهرمانی شو ههه نور سه وشی
    خو بیا هم دعیسویانو په منسوخ شوی دین کی دهمجنس و دونو ته اجازه نشته هو یوازی ددجال او شیاطینو په دین ګناه نه بلکی ثواب هم ده العیاذ باالله او دا هغه څه دی چی د illuminati په شیطانی او دجالی حرکت کی دقدر وړ کارونه دی او همدغه خلک دی چی ددنیا رسمی حکومتونه کنترولوی او تر دی وروسته دوی غواړی چی د ون وړلد آردر په شکل د یو نړیوال حکومت بنست کیږدی چی هغه کی به تول انسانان یو دجالی دین یو دجالی اقتصاد او یوه پیسه ولری چی په هغه کی بیا انسان دخدایی دعوی کوی دا هغه څه دی چی همدا سلسله روان ده دا امریکایان یی سپیان دی ددی تر شا بالکل دجال دی او دا هغه څه دی چی محمد ص ۱۴۰۰ کاله د مخه مونږ ته خبر وړکړی وو نو دا یو مثال دی په دی اړه کتاب لیکل کیدای شی چی دنیا ولی او څنګه دی حالت ته ورسیدو او دا دومره لویو بدلونونو شاته دچا لاس دی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.