
د ارزګان ولايت د وګړو د احوالو دثبت مسؤول و وژل شو
د ارزګان ولايت د وګړو د احوالو دثبت د دفتر مسوول صدیق الله تيره شپه له خپل ساتونکي سره يو ځای ووژل شو .د ارزګان ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول وايي ، چې دوګړو د احوالو د ثبت د دفتر مسوول له خپل ساتونکي سره دخپل کور په لورروان و چې د ماين دچاودنې له امله له خپل ساتونکې سره و وژل شو .دا په داسې حال کې ده چې يو پوليس په همدې سميه کې له طالبانو سره دنښتې له امله و وژل شو .