افغانستان

د جګړې ضد خوځښت: طالبان، حکومت او بهرنیان دي د بهرنیو ځواکونو پر مهال ویش هوکړه وکړي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، مرغومې ۱۹، ۱۳۹۵ل): د جګړې ضد خوځښت په نامه ټولني نن د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې یوه مطبوعاتي غونډه را بللې وه چې په هغې کې یو ځل بیا د جګړې پر ختمولو او د سولي په وړاندي د خنډونو پر لیري کولو ټینګار وکړ.

دوی وویل چې د افغانانو د مرګ ژوبلي د مخنیولو لپاره سوله لازمي ده چې دوی به یې په راوستلو کې اغیزمني هڅي وکړي.

دغه خوځښت په خپل پریکړه لیک کې ویلي چې د سولي راوستلو په وړاندي ګڼ خنډونه سته چې تر ټولو مهم یې د بهرنیو ځواکونو شتون دی، چې په اړه یې باید ټول اړخونه جدي تصمیم ونیسي، «اړینه ده چې افغان حکومت، طالبان او نړیوال د بهرنیو پوځیانو د وتلو په مهالویش هوکړې ته ورسیږي».

په پریکړه لیک کې وړاندي ویل شوي چې د د بندیانو د تبادلې او خلاصون بحث هم ډېر مهم دی، ډیری افغانان په پلچرخي، بګرام او ګوانتنامو کې زندانیان دي، همداسی د طالبانو او د زورواکانو په پټو بنديخانو کې ډیری افغانان بندیان دی، «د بندیانو شمیر باید معلوم شي، هویت یې څرګند ، جرم یې ښکاره او عادلانه پریکړې وشي، کوم بندیان چې د تورونو څخه یې سپیناوی او برائت ورکول شوی وي او یا خو یې د بند موده پوره شوې وي، د هغوی دوسیې وتړل شي او بندیان خلاص شي».

پریکړه لیک کې دریمه مهمه موضوع په کابل کې روان سیاسي وضعیت «بحراني» بلل شوی او ددې حالت څخه د وتلو لپاره ټینګار شوی چې د زړو او ناکامو تجربو څخه دې ډډه وشي.

په پای کې د جګړې ضد خوځښت په خپل پریکړه لیک کې ویلي: «موږ د جګړې ضد او سوله غوښتونکې افغانان په جګړه کې پر ښکېلو جهتونو او نړیوالو ږغ کوو، چې د روانې جګړې په درولو کې د افغان ولس غوښتنې واوري او د هغوی د غوښتنو درناوی وکړي».

باید وویل شي چې د جګړې ضد خوځښت په داسي مهال کې دغه غونډه کوي چې د امریکا دفاع وزارت یو ځل بیا اعلان کړی چې هلمند ته به د جګړو لپاره تازه دمې ۳۰۰ سمندري ځواکونه لیږي او همداسي د ژمي موسم سربېره د افغانستان په مختلفو برخو کې جګړې ادامه لري چې له امله یې هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

محترمو خوږی خبری هرچاته خوندورکوی آیادجګړی ضد خوځښت ددوستم په اندازه صلاحیت اوقدرت لری دلته پیمانه زور اوډله ده په خبرو اوادبیاتو مسءله نه حل کیږی ،موږله داسی دښمن سره مخ یوچه زموږحق ویل اودلیل ورته بیمعنا دۍ هغه دی خپله دهلمند والی نه وایی دلته بمبارونه اوجنګی عملیات خاریجیان کوی ږیره زما واک یی دقاضی غلام دۍ هسی خپل زړونه ښه کول بی معنادی که پوهیږۍ ددښمن له دښمنه کومک وغواړی دابیشرمه دښمن بیله زوره نه وزی لکه روس چه په زوروواتۍ ډیرخرابی ګلبدی جوړه کړه دښمن ته یی بیادپاته کیدوامید پید کۍ جنګ دی نه کولای خوپه هغه… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

زه هم د دروند ورور اڅکزی صاحب خبری تاییدووم، په ځانګړی ډول د سولی د هلو ځلو د پاره د مطمن صاحب د ګروپ تاییدول، زه یی هم ځان پلوی او غړی ګڼم، مطمن صاحب که کم عمره هم دی ( مګر عقل په عمر سره نه اټکل کیږی ). په دغه ناستو خلکو کی چه تصویر کی لیدل کیږی ټول یا ډیر یی پیژنم ، دوی هم د مطمن صاحب په شان د ښی تجربی، اسلامی سیاسی پوهی، تقوی خاوندان، مصلحین او مخلصین دی. زما هیله له دغه ګروپ یا ګروپونو دا دی چه د ډیرو په ځای یووالی… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ

محترم بینزۍ صاحب اسلام اعلیکم زموږدافغانانوداخاصیت دۍ ۱۰۰کسه به په یوه فکر یو خو۱۰۰سازمانونه جوړوو ددی دپاره چه داکار باید زما پر نامه وسی اصلی هدف دنامه دپاره راڅخه پاته سی دافکر نکوو چه دی مطمءن صاحب په کموحالاتوکی دادحقیقت اودملت په غمخواری ناری وهلۍ اوس باید موږټول د دی مقصد دپاره په ګډه مبارزه وکو الله زموږ محنت او دوطن خد مت نه ضایع کوی موږته هم نوم راکوی هم عذ ت ،بل کم وخت چه قدرت ته ورسو په حق پسی نه ګرزو فقط خپل وان اوځان ځایوو،د طالبان په تیرحکومت کی زمایوماما پکښی دښی رتبی خاوند وو… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

دروند ورور اڅکزی صاحب سلامونه می ومنه ! فارسی کی متل دی وایی ( از ګپ ګپ می خیزد ) ستاسی د تبصری لمړنی خبره می ډیره خوښه شوه چه د کوچنی ستونزی د پاره سمدلاسه دوه یا دری سوه تش په نامه خوځوښتونه له دی امله جوړ شی چه هغه لاسته راوړنه یواځی د هغه یوه شی او یا لږ تر لږه نوم یی په سیاسینو کی وشمیرل شی او څه برخه او پوست دی هم تر لاسه کړی. همدغه کار زمونږ هیواد، اسلامی نړی او ټول مظلوم بشریت د تباهی سره مخ کړی او مخ کوی، دا کار… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x