پاچا او وزیر

له پنده ډکه کیسه :
ژباړه : عطا محمد میاخېل
یوه پاچا یو عقلمند وزیر درلوده، چې له وزارت څخه یې لاس اخیستی و .
پاچا له بل وزیر څخه وپوښتل : عقلمند وزیر چېرته دی ؟
وې ویل : له وزارت څخه یې لاس اخیستی دی او د الله (ج) په عبادت بوخت دی .
پاچا وزیر ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه : له ما څخه کومه غلطي شوې ده، چې وزارت دې پریښی دی ؟
وې ویل : په پنځو دلیلونو :
لومړی : دا چې ته به ناست وې او زه به ستا په وړاندې ولاړ پاتې کېدم، دم ګړۍ د هغه خدای (ج) بنده ګي کووم، چې د لمانځه په وخت کې ماته په کېناستلو امر کوي .
دویم : دا چې تا به خواړه خوړل او ما به درته کتل، اوس مې داسې رزاق پیدا کړ، چې هغه یې نه خوري، پر ما باندې یې خوري .
درېیم : دا چې ته به ویده کېدلې او ما به درنه ساتنه کوله، دم ګړی زما الله (ج) داسې دی، چې هېڅکله نه ویده کېږي او له ما څخه ساتنه کوي .
څلورم : دا چې زه به وېرېدم، که چېرې ته مړ شې، نو ماته به د دښمنانو له لوري زیان را ورسېږي، اوس زما خدای (ج) داسې دی، چې هېڅکله نه مري او ماته به د دښمنانو له لوري زیان را ونه رسېږي .
پنځم : دا چې زه به وېرېدم که چېرې کومه ګناه را نه وشي، ته به مې ونه بښې، دم ګړۍ زما الله (ج) داسې رحیم دی، چې هره ورځ سل ګناوې کووم، او هغه یې را ته بښي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د