fbpx

د بغلان د خونړۍ پیښې عاملان څوک دي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د پنجشنبې په ورځ د بغلان ولایت د تاله وبرفک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نا پېژاندو وسله والو د يوه کان پر کارګرو د بريد په ترڅ کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د بیوزله ولسي وګړو وژنه د ټولو انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل دی او هر څوک چې دغه وړ کړنې تر سره کوي هغوی په حقیقت کې انساني او اسلامي اصول دواړه تر پښو لاندې کوي.

له بده مرغه د بغلان د بیوزله کارګرو د بیرحمه وژنې تراجیدي لومړنۍ نه ده چې رامنځته کیږي ، بلکې تر دې وړاندې هم په غور، بلخ، زابل او د هیواد په بیلابیلو برخو کې د غه ډول وحشتونه تر سره شوی چې نه یې د عاملینو لټون شوی او نه د هغوی د وژنې لامل څرګند شوی.

که په مسؤلانه ډول وویل شي نو د بغلان وروستۍ خونړۍ پیښه د دولت تر کنټرل لاندې ساحه کې پیښه شوې، دولت مجبور دی یا د پیښې عاملان پیدا کړي او یا د وژل شویو خلګو د وژنې په مقابل کې پر خپلې بیوسۍ اعتراف وکړي.

امریکایان وايي چې د دوي د ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې په اصطلاح شل نورې تروریستې ډلې شتون لري، چې د هغوی دا تبلیغات وخت ناوخت د کابل چارواکو لخوا هم بدرګه کیږي.

دغه ډول وحشیانه کړنې په حقیقت کې د مجهول الهویته او معلوم الآهداف تروریستي ډلو لخوا په دې غرض تر سره کیږي چې د امریکایانو تبلیغاتي ډرامې ته د تحقق جامه ورواغوندي او افغانانو ته ووايي چې همدا مونږ امریکایان یو چې ستاسي ژوند مو ژغورلی که مونږ همدا نن ولاړ شو نو په افغانستان کې په درجنونو شته تروریستي ډلې به تاسي ټول ووژني.

په هیچا کې دا جرئت نشته چې امریکایانو ته ووايي چې تاسو خو افغانستان ته په اصطلاح د تروریستي ډلو د نابودۍ په پلمه راغلي وئ اوس ولي دلته ستاسې تر وزرو لاندې په لسګونو تروریستي ډلې تولیدیږي او تاسو یې په رسنیو کې یواځې د بي اجرته ډنډورچیانو دنده پر مخ وړئ؟

دغه ناپیژانده مخپټي وسله وال په تیره هغه چې د دولت تر کنټرول لاندې ساحه کې ولسي خلګ د دین او مذهب په نوم ځوروي ټول د امریکايي اشغال پټ اوړښکاره تولیدات دي چې په افغانستان کې یې د وروڼو قومونو ترمنځ د مذهبي، نژادي او لساني تفرقو د راپورته کولو په غرض پیدا کړي.

د اربکیانو په نوم پروژه د امریکايي تولیداتو په جمله کې هغه ښکاره تولید دی چې د امریکايي جنرال ډیویډ پټرایس لخوا ایجاد او له سیکه لویدلې تنظیمي غیرمسؤل توپک وال یې د تنظیم واکي د بیا را ژوندي کولو په غرض ورکې را ټول کړل.

مخپټي ، ناپیژاند ، داعش ، افراد غیرمسؤل او… نور ټول د همدي امریکايي مضره تولیداتو عناصر دي چې دوي یې کله دیرش او کله شل او کله هم په لسو تروریستي ډلو تعبیروي او وخت ناوخت ورته تبلیغات کوي.

تر غور، بلخ او زابل وروسته دا دریم ځل دی چې په اصطلاح د ناپیژاندو وسله والو لخوا هزاره توکمه هیواد وال په دسته جمعې ډول وژل کیږي او هیڅوک یې تر اوسه نه د وژنې د اصلي عامل په توګه نیول شوي ، نه يي چا د نیولو هڅه کړې او نه يې هم د نیولو جرأت لري.

د دغې خونړۍ پیښې اصلي عاملان امریکایان دي چې د افغانستان د امنیت په پلمه یې افغانستان اشغال کړی، ګډ حکومت هم باید پر دې خبره اعتراف وکړي او له امریکایانو څخه د دې غوښتنې جرأت په ځان کې پیدا کړي چې نور مو بیوزله هیواد وال په دغسي بیرحمي سره ونه وژني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د