طالبان: که امریکایان له خپلو خوندي «غارونو» راووزي، وبه وژل شي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، مرغومې ۱۹، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هغه خبرونو په اړه چې امریکا ۳۰۰ سمندري ځواکونه هلمند ته لیږي، په غبرګون کې ویلي چې دا نوې خبره نه ده، امریکایان له مخکې هم د هلمند په مختلفو قرارګاو کې په سلګونو عسکر لري، خو له خپلو قرارګاوو او خوندي «غارونو» نشي را وتلای، که داسي وکړي، صدمه به وویني او د دولتي ځواکونو پر ځای به دوی ووژل شي.

قاري یوسف احمدي ویلي چې د ژمي تر مخه هم امریکایانو د هلمند د مرکز لښکرګاه څخه د دفاع لپاره خپل عسکر رالیږلي وه چې د تلفاتو په لیدلو سره د «باسټن په نامه نظامي کمپ ته وتښتېدل».

نوموړي ویلي چې همدا راز د ګرمسېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «کمپ ډایر» په نامه یوه پټه قرارګاه اوس هم شتون لري چې سلګونه عسکر په کښي ساتل کیږي او همداسي د باسټن په نامه کمپ کې په سلګونه عسکر له مخکې څخه لا مېشت دي.

نوموړي ویلي چې تازه اعلانونه یوازي ددې لپاره دي چې «دکابل ادارې غلامو او شکست خورده عسکرو ته تر پسرلي پورې روحیه ورکړي او پښه يې ټینګه کړي.».

باید وویل شې چې تېر کال هم کله چې امریکايي عسکرو په هلمند کې د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې برخه واخیسته، په لومړیو ورځو کې یې یوه چورلکه په مرجه ولسوالۍ کې وغورځېده او یو شمېر عسکرو ته یې مرګ ژوبله واوښته.

قاري یوسف ویلي چې امریکایان په هلمند ولایت کې د خپل پراخ حضور باوجود نه شي کولای چې له خپلو خوندي غارونو او قرارګاوو څخه د جګړې ډګر ته را ووزي، که داسي وکړي «نو په مخامخ جګړه کي به صدمه وويني او د غلامانو پرځای به دوی ووژل شي.».

قاري یوسف احمدي ویلي چې د طالبانو د سلهاو زره امریکایانو په وجود کې خپل پرمختګ جاري وساته، د څو نورو عسکرو په شتون به ددوی پرمختګ ځنډنی نه شي.

د شنوونکو په نظر هلمند ته د امریکايي تازه دمه عسکرو لیږل به په دغه ولایت او شاوخوا ولایتونو کې جګړه نوره هم تونده کړي او په معنوي توګه به د طالبانو موقف او د جګړې مشروعیت لا نور هم قوي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د