نادري ناولده

په هټۍ کې دننه؛ د یوه امریکايي ځوان ناببره وژنه

نن ټکی آسیا: په دې وروستیو کې په ټولنیزو پاڼو کي د یوه امریکايي ځوان ویډیو خپره شوې، چې د یوې پلورنځۍ په دروازه کي په ډزو وژل کېږي، شاوخوا ولاړ خلک یې ویني؛خو له مرګه د ژغورنې يې هېڅ کوښښ نکوي.

د خلکو په مخ کې د دې ځوان په داسې توګه  وژل کیدل،  بیا په دروازه کی د هغه غورځېدل او تر ټولو حیرانونکې دا چې د قتل یوه پيښه داسي مخامخ په پلورنځي کی دننه او یا دهغو کسانو چی د بیرون څخه دننه ننوزي،بیا هم هغوی هیڅ عکس العمل ښودلو ته نه اړباسي،د امریکایانو پر بې حسۍ او د جنايي جرمونو و پر زیاتوالي دلالت کوي.
په ویډیو کي ښکاري چی یو ځوان په چټکۍ سره د یوه پټرول پمپ پلورنځي ته نژدې موټر ودروي، پلورنځي ته داخل کېږي او هلته په ناکرارۍ سره یو شی پېرودي ، خو له دې وړاندې چې ځان بېرته تر موټره ورسوي، د هټۍ په وره کې ویشتل کېږي او د وره د دوو پلو ترمنځ پر مځکه را غورځېږی.
ځوان د دروازې د غبرګو پلوو په منځ کي ساه ورکوي،خو مرستې او ژغورنې ته یې هېڅوک نه را دانګي. د دې صجنې تر پایه نه د پلورنځي څښتن؛ نه هم په پلورنځي کي دننه او بیرون څوک غبرګون ښيي او داسې جوتوي، چې ګواکې هیڅ نه دې پېش شوي.
هټۍ ته خلګ بیا هم وزي او را ننوزي، تر مړي پښي اړوي، د دروازې هغه بله نیمه پله لږ نوره پرانیزياو تیریږي.
که څه هم دا پيښه یو کال مخکي پېښه شوې؛ خو ویډیو یی اوس مهال د ټولنیزو شبکو په پاڼو کی را څرګنده شوې.
ویډیو لاندي ده:

{youtube}46rryaoiHnY{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x