دیني، سیرت او تاریخ

الحاد، ملحدین او زموږ مسؤلیت

فاتح کاروان

د اسلام مبارک دین د الهي دینونو وروستی دین دی چې د قیامت تر ورځې به په دنیا کې همدا دین چلیږي او هغوی چې د دې مبارک دین څخه پرته بله هره لاره غوره کوي، پایله به یې ناکامي او ذلت وي.
سوره روم ۳۰ ایت کې الله جل جلاله د اسلام په هکله فرمایي:

فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِى فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

نو [اې پېغمبره (ص) د خپلو پيروانو سره دي] په يو لوري کېدو خپل مخ د دغه دين خوا ته برقرار وساته. پر هغه فطرت ټینګ شه چي پر هغه باندي الله تعالى انسانان پيدا کړي دي. د الله جوړ کړی فطري دين نشي بدلېداى، همدغه( اسلام) بيخي سم صحيح دين دى، خو زياتره خلك نه پوهیږي.

راځو د بحث اصلي موضوع ته او هغه دا چې په افغانستان کې د نصرانیت او شیعه ایزم د پراخ تبلیغ تر څنګ سیکولرزم او بې دینۍ ته هم په ډیر زور او شور سره تبلیغ کیږي، سیکورزم یا بې دیني هغه پدیده او مفکوره ده چې انسان بیرته د انسانیت له چوکاټه د حیوانیت درجې ته په کې تنزل کوي، د سیکولرزم پلویان مستقیما د یهودي کړیو او سازمانونو لخوا تمویلیږي، ملاتړ یې کیږي، ترویج او تشریح یې د یهودو لخوا د خاصو اهدافو لپاره صورت نیسي.

که د اروپا تاریخ وګورو چې د سیکولرزم فتنې ترې سر راپورته کړ، نو پوه به شو چې سیکولرزم د کلیسا پر وړاندې د یهودي مشرانو مؤثره حربه وه، لومړی همدې یهودیانو ځانونه کلیسا او نصراني ټولنو کې د پاپانو، لیکوالانو، پادریانو، عبادت کوونکو او مرستندویانو په جامه کې ورننویستل، د عیسویت کتابونه تحریف او په ډیر مهارت سره یې د عیسویانو په کتابونو کې د حقیقي عیسویت ځیني پاتې شوي پیغامونه هم له منځه یوړل او د اصلاح شویوپیغامونو په نوم یې د یهودي فکر نه راټوکیدلي خرافات یې په کې ځای پر ځای کړل، د کلیسا او عوامو ترمنځ شته درزونه یې نور هم ستر کړل، د کلیسا پاپان یې د ساینس او نویو پرمختګونو مخالفت ته وهڅول، د اروپا حکومتي چارواکو ته همدې یهودي جاسوسانو د عوامو پر سر د حاکمیت په موضوع د کلیسا سره د جنجالونو د دوامدار ساتلو او د دې کار په بدل کې د لالچ وعدې ورکولې؛ لنډه دا چې عوام د حاکمې طبقې او کلیسا له جنجالونو تنګ شول او دا چې کلیسا خپل اصلي تعلیمات پریښي وو او په غیر شعوري ډول یې د یهودي فکر تعلیماتو ته د عیسوي فرمانونو نوم ورکاوه، خلک یې د دې منلو ته هڅول او د نه منلو په صورت کې یې سختې سزاګانې ورکولې، پایله یې دا شوه چې یهودیانو د لادینیت فکر منځته راوړ او دین یې د ټولو لانجو سرچینه وګڼله، د اروپا خلکو چې د کلیسا نارواوې لیدلې وی دا فکر یې په اسانه قبول کړ، کلیسا ماتې وخوړه، دین له سیاست نه جدا شو او یواځې محدودو امورو کې دیني خبرو ته غوږ نیول کېده، بلاخره دین تقریباً له منځه ولاړ او کلیسا به بیا هغه څه کول چې یهودیانو به غوښتل لکه ښه بیلګه یې په نوولسمه پیړۍ کې د انګلستان او امریکا په کلیساګانو کې د همجنس بازانو د نکاح د مراسمو قانوني کېدل ؤ!!

یهودو د کلیسا په ماتولو سره له خپلې مخې یو ستر مخالف ځواک له منځه لرې کړ چې هغه نصرانیت ؤ، یهودو د امریکا او ایټالیا په شمول د ټولو نصراني ریاستونو د اقتصادي او استخباراتي چارو مشري تر لاسه کړه، همدا اوس د امریکا، انګلستان، فرانسې، روسیې او… سیاسي، اقتصادي او استخباراتي چارې د یهودو په لاس کې دي، نړیوال بانک، نړیوالې رسنۍ لکه CNN، BBC نیویارک ټایمز، رویټرز، فرانس پریس او همدا ډول د خوراک نړیواله اداره یا WFP د چاپیریال ساتنې اداره، د بشري حقوقو سازمان یا هیومن رايټس واچ او نورې مهمې ادارې لکه د امریکا د فضایي تحقیقاتو اداره یا NASA او… د یهودو په لاس کې دي دا هر څه په اروپا کې د کلیسا یا نصرانیت د ماتولو په بدل کې یهودو ته تر لاسه شول، اوس چې یهودو د نصرانیت پر وړاندې میدان ګټلې د اسلام دښمنۍ ته یې ځانونه را اوزګار کړي، په رسنیو کې د الحاد لپاره پراخ تبلیغات کیږي، الحادیت یا سیکولرزم ته په افغانستان کې هم پراخ کار روان دی او دا فعالیتونه د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک او ویب پاڼو له لارې د هغه خلکو لخوا ترسره کیږي چې پښتو ژبه وایي، په پښتو ژبه د لادینیت، سیکولرزم، ائیتسزم یا الحاد تبلیغ ځکه غوره کړل شوی تر څو دا فتنه په پښتنو کې ځای ومومي او که تاسو پام کړی وي کله چې کوم څوک په پښتو ژبه د لادینیت تبلیغ کوي زموږ زیاتره پښتانه حیرانیږي وایي په پښتنو کې کافر او هغه هم دهري یا ملحد کافر!! د یهودو هدف هم دادی چې الحاد په نوی بڼه نویو میتودونو او نویو طریقو په مسلمانانو او په خاص ډول افغانانو کې عام کړي او په دې توګه د اسلام دغه کور ( افغانستان) د سیکولرزم په وسله مهار او لاندې کړي!! د سیکولرزم دعوت ګران چې وایي دین هسې خیالات دي، کاینات پای نلري، انسان لومړی بیزو وه بیا یې ارتقا وکړه انسان شو، اخرت او برزخ هسې افسانې دي، موږ زمانې پیدا کړیو یو او زمانه مو ختموي، خالق نشته؛ قرآن کریم په دې اړه خپلو پیروانو ته دا ډول خبر ورکوي:

سوره جاثیه ایت نمبر ۲۴

وَقَالُوا مَا هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَآ إِلَّا الدَّهْرُ ۚ وَمَا لَهُم بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ

دوى وایي: “ژوند فقط همدغه زموږ دنيوي ژوند دى، همدلته زموږ مړه کېدل او ژوندي کېدل دي او د ورځو له څرخ څخه پرته بل كوم شى نه شته چي موږ هلاک کوي.” – په حقيقت کښي په دې باب له دوى سره څه علم نه شته، دوى محضي د ګومان پر اساس دغه خبري كوي.

د الحاد او ملحدینو د فتنې په وړاندې زموږ مسؤلیت هم دادی چې اول خپله دغه فتنه وپيژنو بیا یې خپلو خلکو ته په ښه وضاحت سره تشریح کړو چې عام مسلمانان په دې شیطاني فکر اخته نه شي، زموږ علماء کرام، لیکوالان، خطیبان او استادان که پر وخت د دغه فتنې خطر درک او خپل عام مسلمانان ترې خبر کړي ان شاءالله د یهودو دا ارمان به هیڅکله پوره نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x