
د ننګرهار په ډله ایز برید کي یو بهرنی سرتیری ووژل شو
نن ټکی آسیا: د ایساف ویاند وایی چي د ننګرهار په برید کي ددوی یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.
د تفصیلاتو سره سم نن د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ کي د امریکایانو او افغاني ځواکونو پر ګډ فوځي مرکز باندي د طالبانو له خوا برید وشو، چي د طالبانو په وینا تر اوسه هم دوام لري، او په کښي ګڼ شمېر بهرني او کورني سرتیري وژل شوي دي.
خو د ایساف ځواکونو اعلان وکړ چي په پيښه کي ددوی یو تن عسکر ووژل شو، او نور یې د پيښي په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي، او نه یی هم د وژل شوي عسکر هویت څرګند کړی.