شعـــــرونه

لارويه لږ راتم شه/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

لاره ویه لږراتم شه
لارویه
لږ راتم شه
لږ قرار شه
پښه نیولی شه
او رام شه
نن مې زړه کې څه رګرځي
څو قیصې درته کومه
یوسف مخیه! تاته وایم
منم ته به بیړوندی وې
ځکه اوس خو لوی سالار يې
ځکه اوس یو شخصیت یې
منم تابه په تلوار وې
پر اوږو به دې دروند بار وي
ځکه اوس خو یو اتل یې
د ملت غم دې پرسردی
خو ما هم له ډېره وخته
انتظار درته ګاللی
که ته نه پرې خفه کېږې
یاره بوج درباندې نه وي
څوقیصې څو وړندیزونه
مې په زړه درته لیکلي
نن یي وایم درته ګرانه
ځکه تاته مې ساتلي
؟اې ته خبریې
د خپل ځان په قدر پوه یې؟
شاید تاته پته نه وي
خېر دی زه به دې خبرکړم
زما زړه په ته ودان دی
تا زما د زړه سکون یې
زما ژوند په تا ښایسته دی
بس دې ټول کلي کې ته یې
تا د دې غصر یوسف یې
د ښکلا ثاني دې نشته
د ګلابه هم نازک یې
چې تا نه یې؛ نو زه مړ یم
خدای دې نكړي
خدای دې نکړي
که دې غږ د هجر راغی
نو زه هم په هغه ورځ بیا
له ژوندونه لاس په سر یم.
بس په تا مې زړه قرار دی
بس په تا باندې ژوندی یم
اې لږ راتم شه
لږ قرار شه
نن مې زړه کې څه راګرځي
تاته هغه ورځ یادیږي
چې دګل غوندې بدن دې
په سرو وینو کې لت پت وو
رنګ دې زېړ وه تښتيدېدلی
په رخسار دې غبار پروت وو
په ښایسته نوراني مخ دې
واه نرۍ خواله راماته
سر دې زما پر اوږه کیښود
په پستو ګلابي شونډو
دې بسیکه مسکا راغله
ما تفوس درځنی وکړ
وایه څنګه یې ښاغلیه
اخ
تا یوسوړ اسویلی وکړ
چې یې زما زړګی زخمي کړ
غبرګ لاسونه دې اوږده کړل
زما له غاړې نه دې تاوکړل
بادامي سترګې دې غلي کړې راپورته
زما په مخ کې دې کړې ښخې
لکه سپیني ملغلرې
غټې غټې سپیني اوښکي
دې په کسو کې ښکاره شوې
ډېر ضغیف او ډېر ژوبلی
ترهیدلی دریدلی
یو اواز دې له خولې راغی
چې نور ښه یم خو دا سر راباندې ګرځي
زړه مې غلی غلی درد کړي
د خبرو توان مې نشته
ټول وجود راپسې مړ دی
ساه مې لنډه لنډه کیږي
ګرانه خدایزده چې بیا روغ شم
د ملګرو دسیالۍ شم
د تور غره په شنه لمن کې
په دشمن وارونه وکړم
بس هم دومره څه د‌ې وویل
نوردې سترګې شولې پټې
بل کېفېت درباندې راغی
ستا په دغه څو الفاظو
چې په خواره خوله دې وویل
خدایزده ډېر زیات ورخطاء شوم
خدایزده هرڅه رانه هېرشول
د زړه ستنې مې کږې شوې
په بدن مې لړزه راغله
ځکه یو خو مسافر وې
بل د ډیرو زړو تسل وې
هم سپرلی دې د ځوانۍ وو
زما هم د زړه قراره
نوره توان او طاقت لاړو
خو له درده او له غمه
مې کړې ډکې سترګې پورته
د اسمان ودريچو ته
چې مې زړه کې وي
څه ویلي
یوه خدای ته به معلوم وي
نور اظهار یې په کار نه ده
خو بس تاته مې دا وویل
ګرانه ښه یې
زړه دې مه خوره
زړه مضبوط کړه
ستا ټاپونه ژور نه دي
ها فلانی ملګری څه وو
هغه زیات ټپي ټپي وو
اوس یي ګوره منتقم ذات
ورته داسې صحت ورکړو
شپه او ورځ وي په سنګر کې
د بلا ډېرو ملګرو رهبري کوي سالارده
ګرانه ته خو بیحي ښه یې
د تشویش خبره نده
خدای به خېرکړي
زرنه زر ،به دې خدای جوړکړي
خدای به ښکلی صحت درکړي
ما مې خپل دواړه لاسونه
ستا په زړه باندې کلک کیښول
په تندي باندې مې خکل کړې
ما ویل زړه دې لږ ډاډه شي
تسلي مې درله درکړه
ماته اوس هم ښه په یاد دي
تل مې سترګوکې غړیږي
تر قیامته به مې یاد وي
ها منظر هغه وختونه
اوس خو خدایزده
که پوهیږم
چې دا ولې
او د څه درباندې وشول
هغه کونډې هغه بوري
ببرسري یتیمان دې
دزندان خواږه ملګري
دملت هغه وګړي
چې يي هیلې ارمانونه
ووپه تاپوري تړلي
ټول دې هیر کړل
دې له یاده دې ویستلي
د پخوا په څير اوس نه يې
زما او ستا اوس ډېر توپیر ده
تابدل یې زه بدل یم
زه یو خوار غریب ملنګ یم
تا د وخت سپاسالاریې
بلا خلک درپسې دي
هر یو کار کې دې مقصد دی
يې شهرت لیوانی کړی
اوس يې ته د زړګي سره
اقتدار په سراخیستی
د غرور په آس ګرځيږې
خامخا به دې هیریږي
خامخا به دې اوس هېروي
هغه ستونزې زخمتونه
تکلیفونه کړاؤنه
په خوله اه په زړه دردونه
ځکه ته د ځان په ویر وې
تا له ځانه بیګانه وې
تا که هر رنګه وې یاره
ما ته اوس هم ډېر محبوب یې
زه دي قد رباندې پوه یم
له هغه ورځې نیولي
له هغه نه تر دا اوسه
دې زما زړه کې ځای نیولی
بس کړې زړه ته مې دننه
کنې خلک خو نور هم شته
جهان ډک د ښایستونو
خو بس دا خو د خدای کار ده
چې مې مینه په تا راغله
نور له هر چانه بیزار شوم
نور مې واړه خلک پریښول
بس په تا پسې روان شوم
د زړه کور کې مې ودان کړې
ستا لمن مې د نیولي
دبیعت لاس مې درکړی
زما بس هغه یوه قصه ده
زه په په خپله وعده کلک یم
بې له تا مې ژوند مشکل دی
بې له تا مې ژوندون تریخ دی
بې له تا به نو ژوند څه وي
څه معنی څه به یې خوند وي
زما به تل دغه اقرار وي
زما به تل دغه صدا وي
له یارۍ به دې ونه وړم
ترقیامته به مې یار وې
ترقیامته به مې زړه وې
ـــــــــــــــــــــــــــ
۱۴۳۷،۱۱،۱۳،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x