دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۶)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د ښځو ازادي په لويديځ کي- يو لعنت ئې زنا بالجبرده:

د نړۍ هغه هيوادونه چي زنا بالجبر پکښې ډېره ده

۱:د امريکامتحده ايالات چي په نړيواله توګه سره د ښځو د ازادۍ غوښتونکې ده د امريکا د عدلي رياست (U.S Department of Justice) وايي چي په امريکا کي په هرو دوو دقيقو کي د يوې ښځې سره زنا بالجبر کيږي، چي په يوه ساعت کي ۳۰ د زنا بالجبر واقعې پيښيږي،او په يوه ورځ کي ۷۲۰، په يوه مياشت کي ۲۱۶۰۰، او په يوه کال کي ۲۵۹۲۰۰ داسي پيښې صورت نيسي، چي دا هغه پيښې دي چي حکومت ورباندي خبر او ورسره ثبت شويدي او هغه چي ثبت شوي نه دي د هغو شمېر خو خپل پر ځای پاته دئ.

۲:کاناډا: په کاناډا کي په هرو درو ښځو کي له يوې سره زنا بالجبرکيږي، د( Justice Institute of British Columbia) ادارې له مخي، هغه لږاندازه ئې داده چي په هرو۱۷ ښځوکي ۶ ښځو سره زنا بالجبر کيږي، په دې کي ۶۲٪ هغه ښځې دي چي که ئې فوراً درملنه ونشي نو کيدای شي چي خپل ژوند د زخمونو له کبله ورکړي. او په دې کي ۹٪ داسي ښځې دي چي لومړی وهل شوي او بيا فزيکي زخمياني شوي هم دي. د همدې تشدد له کبله په کاناډاکي هره ورځ په اوسط ډول سره شپږ ښځې خپل ژوند دلاسه ورکوي، خو کله دا ګراف وتر ۱۵ پوري رسیږي.

۳: په جنوبي افريقا کي هر کال (۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه داسي پيښې صورت نيسي، او بله لا داچي ۳۷٪ فيصده نارينه په زنا بالجبر بوخت دي، او حال داچي دداسي زناوو، فحشاوو، او جنسي اړيکو پايله هلاکت او و مرګ ته ښه راغلاست دئ، او همدا وجه ده چي هر کال په نړۍ کي (۳.۱ ) درې اعشاريه يو ميليون خلک د(ايډز) مهلکه ناروغي وژني، (۲۲.۹)دوه ويشت اعشاريه نهه ميليونه خلک يواځي په افريقا کي دې ناروغۍ وژلي دي، چي دا شمېره لا ورځ په ورځ پورته کيږي او ګراف ئې لوړيږي، په ۲۰۰۹ ميلادي کال کي ۳۳.۳ ميليونه خلک په دې ناروغۍ اخته وه او په ۲۰۱۰ ميلادي کال کي دا ګراف پورته شواو۳۴ ميليونو ته ورسېدئ.

۴:ايتوفيا: د ملګرو ملتو د نړيوال سازمان له سروې سره سم په ايتوفياکي ۶۰٪ ښځې د زنا بالجبر ښکاردي، دا ځکه چي هرهغه ځای کي چي ودونه ډېر نه وي هلته دا لعنت شتون لري، دا يوه عادي خبره ده چي نارينه انجونې تښتوي او تر نامعلوم وخته ورسره زنا کوي تر څو هغه حملداره شي، په دې انجونو کي ۱۱ کلنې هم تښتول شوي دي- يواځي عام وګړي په دې کي بوخت نه دي، بلکې ډېر راپورونه د امنيتي ځواکونو او پوليسو په هکله هم ثبت شويدي.

۵:سرلنکا: نړيواله سروې داښيي چي کله په سرلنکا کي کورنۍ جګړه ختمه شوه ۴کاله وروسته امنيتي ځواکونه په زنا بالجبر کي شکيل شول، ۱۵٪ د سرلنکا نارينه زنا بالجبر کوي، ۶۵٪ هغه ښځې دي چي څو ځلي ورسره زنا بالجبر شوې ده، ۱۲٪ هغه نارينه دي چي تر۴ زياتي انجوني او ياښځې په زور سره زناوي شويدي، په دوی کي داسي کسان هم شته چي هلکان په زوره و جنسي اړيکو ته هڅوي چي دا سلنه ئې ۳٪ ده، دا سلنه په مختلفو کلونو کي زياتيږي هم دا يو بشري ناورين دی نه يواځي په سرلنکا کي بلکې په ټوله نړۍ کي.

۶:سويډن: په سويډن کي ۶۹٪ زنا بالجبر کيږي، په هرو۳ ښځو کي يوه ښځه د زنا بالجبر ښکارده، په ۲۰۰۳ ميلادي کال کي سويډن په ټوله اروپا کي د زنا بالجبر سلنه ډيره وه.

۷: ليسوتو: په دې هيوادکي ۸۹٪ زنا بالجبر کيږي، د ملګرو ملتو د۲۰۱۱ کال د راپور له مخي، چي ددې ناورين په هکله يوې اين جي اوز(Kick For Life) هم دا سروې خپره کړې وه، چي ګواښ يې کړيدئ که چيري ددې ناورين مخه ونه نيول شي دا به بد عواقب ولري دا ځکه چي ۹۳ کلنه ښځه هم ددې لعنت ښکارشوه.

۸: روسيه: ددوهم نړيوال جنګ وروسته کله چي سرې لښکري پر مختلفو سيمو باندي راغلې نو زنا بالجبر ئې زښته ډېره وکړه، چي په زرهاوو ښځي پکښې ووژل شوې،

۹: جرمني: په جرمني کي دا شرمېدلي کار زښته ډېر دی چي ددې لعنتي کار له کبله (۲۴۰۰۰۰) دوه لکه څلويښت زره انجوني او ښځې مړې شوي دي، که څه هم په نړۍ کي تخنيک پر مخ روان دي خو بل لور ته انسانيت او بشريت له منځه ځي.

۱۰: برطانيه: په برطانيه کي د ټکسي زناوي زښته ډېري دي، هيڅ داسي ټکسي به نه وي چي په هغه کي زنا بالجبر نه کيږي، په انګلينډ او والز(England and Wales) په هره اونۍ کي لږ تر لږه ۹۰ زنا بالجبر صورت نيسي.چي دايې هغه شمېره ده چي ثبت شوېده.

۱۱: هندوستان: په هندوستان کي دا ناوړه کار زښته په تيزۍ سره روان دئ، په هرو۱۰ دقيقو کي يوه زنا بالجبر صورت نيسي، زيات دا کار په بسونو کي هم صورت نيسي اکثره وخت داسي پيښيږي چي د يوه يا زياتو انجينو او يا ښځو سره زنا بالجبر وشي بيا وروسته ووژل شي او و غورځول شي- داسي دوسيې هم ثبت شوي دي چي د يوې انجلۍ سره د۵-۹ کسانو پوري دا ناوړه کار شوی دی. په ۲۰۱۲ ميلادي کال کي ۲۴۹۲۳ دوسيې ثبت شويدي.

همدارنګه باتسوانا ۹۲٪،سويزرلنډ ۷۸٪،پاناما ۲۹٪، برمودا ۶۸٪، اسرائيل ۲۲٪، اسټرليا ۳۳٪،
او داسي نور کفري هيوادونه چي د ټول وڅېړنه ناشونې ده ، دا هغه زناوي دي چي په زور سره صورت نيسي دلته هغه زناوي کفري نړۍ نه ذکر کوي چي په رضاء سره صورت نيسي، حال داچي په اسلام کي و نامحرمې ښځې ته کتل، زنا کول هغه که په زور سره وي او که په رضاء سره وي دا ټوله حرام دي په اسلام کي پر واده کولو باندي زښته ډېر ټينګارشوی دئ نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي چي نکاح زما سنت ده، او هر هغه څوک چي زما د سنت څخه مخ واړوي هغه زموږ څخه نه دئ. په اسلام کي زنا حرامه ده که هغه د رضاء زنا وي او که د زور زنا وي.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x