امریکایان بیا هلمند ته ځي

عاکف مهاجر

له کله چې امریکایانو په افغانستان یرغل کړی له هغې ورځې تر اوسه هلمند د جګړې ډګر بلل کیږي او تل د جګړو ګرم میدان پاته شوی دی امریکایان خپله دا مني چې نیم امریکایان په هلمند کې وژل شوي او نیم په نور افغانستان کې خو په تیره پنځلس کلنه دوره کې امریکایانو او زرګونو برتانویانو هلمند په ارام نکړو خو اوس تیره ورځ امریکا بیا اعلان وکړو چې درې سوه عسکر به هلمند ته لیږي ایا اوس به یې په درې سوه عسکرو وضعیت ارام کړي کنه؟

دا او دې ته ورته پوښتنې د هر افغان په خوله کې ګرځي.

له یو طرفه امریکا او متحدین یې دعوه لري چې مونږ له طالبانو سره سوله غواړو بلخوا بیا خپل فوځي حضور زیاتوي فوځي حضور او د خارجیانو شتون د جګړې د دوام په معنی دی نه د جګړې د ختمیدلو په معنی خو ځینې افغانان بیا هم وایي چې طالبان سوله نکوي.

سوله هغه څوک نه کوي چې په سوله کې یې ګټې قربانیږي طالبان د سولې تږي دي سولې ته لیواله دي دپګواش غونډو او د ځوانانو لیدنې د قطر له استازو سره او دې ته ورته غونډو او مجلسونو عام ولس او سیاسیونو ته دا ثابته کړه چط طالبان سوله غواړی او سولې ته ژمن دي.

خو افغان حکومت دسولې په خبرو کې خپلواک ندی او د ځینو ګتې د سولې قرباني کیږي او خارجیان دلته
خپل ګټې لټوي سوله نه غواړي د جګړې اوږدوالی په افغانستان کې د خپلو نورو حریفانو د ځپلو په خاطر غواړي دوی غواړي دسوریې پیښه دلته هم تکرار کړي د دوی له کور لرې د بل په کور کې خپله زور ازماینه وکړي او خپل قوت له خپل هیواد او ولس لرې د بل په هیواد کې سره وکړي نور ولسونه د جګړې قرباني کړي او خپله یې تماشه وکړي.

راځئ افغانانو خپله د سولې لار ولټوو د خارجیانو شتون ته د پای تکی کیږدو له افغانستان نه سوریه جوړه نکړو دسولې غوښتونکو ملا تړ وکړو او تر څنګ یې ودریږو حوک پرینږدو چې د دوی مخه ونیسي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.