نظــر

ولې د سولې هلې ځلې نتیجه نه ورکوي؟

 وايي باران په تیرا وشو خره یې له باړې یووړل. دا متل د کابل حکومت د سولې د شوری په هلو ځلو ډیر ښه د تطبیق وړ دی. د سولې شوری پرځای ددې چې د هیواد په داخل کې د جګړې د خاتمې بنسټیزې لارې ولټوي کله یو هیواد ته د سولې کچکول په لاس ولاړه وي او کله له بل هیواد څخه په افغانستان کې سوله غواړي. پرون د دې شوری ویاند شهزاده شاهد وویل او خوشحاله وه چې د اسلامي کانفرانس غړیو هیوادونو په افغانستان کې د سولې د راوستو ژمنه ورکړې.

د اسلامي هیوادونو کنفرانس کټ مټ همدا ژمنه له نن څخه دوه کاله وړاندې په (مارچ ۲۰۱۱) کې هم کړې وه، ددې کنفرانس مشر اکمل الدین احسان اوغلو ټینګار کړی وه چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره د سولې شوری په هماهنګۍ خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. خو تراوسه پورې یې د هغې ژمنې د تطبیق هیڅ عملي څرک ونه لګید.

دا یوازې اسلامي کانفرانس نه دی چې په افغانستان کې یې د سولې د راوستو ژمنې او هلې ځلې هدر ځي، د سیمې او نړۍ په کچه ګڼو اسلامي او غیر اسلامي تنظیمونو، احزابو، کړیو، ټولنو، او شخصیتونو د سولې شوری ته ورته وعدې ورکړي، خو ډیر ژر یې خپلې هڅې او وعدې لکه په سپیره بیدیا کې د چیغو او نارو په څیر بابیزه موندلي او هیڅ نتیجه یې ترې نه ده بود کړې.

دا چې ولې د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د سولې په باب د چا هڅې او کوښښونه رنګ نه راوړي څرګند عوامل لري.

هوښیار رنځپوه تر علاج مخکې د رنځ علت او ریښې پیدا کوي، دیارلس کاله کیږي چې په افغانستان کې د ثبات او استقرار په هلو ځلو سره د جګړې په میدان کې هیڅ د پام وړ بدلون رانغی، علت یې دا دی چې د رنځ تشخیص چا په سمه توګه نه دی کړی. رښتیني سوله هغه وخت راځي او د روانې جګړې مخه هغه وخت نیول کیږي چې د جګړې انګیزه او روحیه درک او فکر پرې وشي، او په دې باندې ځان وپوهول شي چې د بهرنیو په وړاندې جنګیدونکي افغانان د کومې روحیې له مخې جنګیږي، اهداف یې څه دي، د کوم مقصد د ترلاسه کولو لپاره خپلې وینې تویوي، د کوم مرام لپاره سرونه شیندي او ولې د مال او ځان قربانۍ ته تیار دي.

امریکایانو او د سولې شوری د وسلوال مقاومت د خاتمې لپاره طالبانو ته د مادي امتیازاتو وړاندیز وکړ، د پاکستان د رول او فشار اختیار یې تجربه کړ، د اسلامي ټولنو او شخصیتونو له اثر او رسوخ نه په استفادې یې په طالبانو له وسلوالې مبارزې څخه د لاس اخیستو کوښښونه وکړل، ګڼو هیوادونو، استخباراتي کړیو، دیني اشخاصو او ټولنو ژمنې او وعدې ورکړې چې د وسلې ایښودو ته د طالبانو تیارول مو پر مونږ؛ خو دا چې دغه یوه نسخه هم كاميابه نه شوه او نه کامیابیږي څرګند دلیل دی چې د وسلوال مقاومت په اړه هغه قضاوتونه ناسم دی چې ګواکې دا جنګ د مادیاتو, د پردیو لپاره، او د ګاونډیانو په اشاره روان دی.

د تعجب خبره دا ده چې د سولې لپاره جاهل یا متجاهل فعالان د خپل ناسم ذهنیت له مخې فکر کوي چې د مقاومت جنګیالي د مادیاتو لپاره جنګیږي، د پاکستان د منافعو د تضمین لپاره راپورته شوي او د مادي ګټې وټې د ترلاسه کولو په موخه د پردیو په امر خپلې وینې تویوي او سرونه نذرانه کوي. د سولې فعالان تر اوسه په دې نه پوهیږي چې افغانان د بهرنیو ځواکونو پر ضد د عقیدې له مخې جنګیږي، نه د مادياتو او دنیوي اغراضو لپاره. او د سولې فعالان د جګړې د خاتمې لپاره له داسې لارو چارو کار اخلي کومې چې د مادیاتو په جګړه کې مثمرې تمامیږي، نه د عقائدو په جګړه کې.

کومې نسخې چې امریکایان او د سولې شوری یې په افغانستان کې د طالبان لپاره تجویزوي، ښايي د بلوڅو د ازادي غوښتونکو او یا د سریلانکا د تامیل پړانګانو په اړه ګټورې او مثمرې ثابتې شي ځکه چې د هغوی وسلواله مبارزه کومه دیني او عقیدوي سرچینه نه لري، اما څوک چې د یوې دیني فریضې له مخې جنګیږي، په اسلامي په خاوره له کافر متجاوز سره وسلوال جهاد یوه دیني وجیبه بولي، له هغوی څخه دا تمه کول چې د چا د فشار او مطالبې په نتیجه کې به له وسلوالې مبارزې لاس واخلي، مازې خپل ځان او خلک غولونه ده.

که امریکایان او د سولې شوری رښتیا غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامینځته شي، باید د وسلوال مقاومت غوښتنې د زړه په غوږو واوري، د هغوی په اهدافو او مقاصدو ځان پوه کړي، او بیا د واقعیتونو په رڼا کې خپله د سولې نقشه ترسیم کړي. امریکایان او د سولې شوری باید د سیاسي او تبلیغاتي دسیسو ښکار ونه ګرځي، او که نه نو د وهلو او ډب د ځایونو تر مینځ به یې فرسخونه فاصله موجوده او په دې لار کې به یې هر ډول کوښښونه لکه د اوس په څیر په اوبو لاهو وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x