نړۍ

موصل: هره ورځ د امریکایانو په بمبار په لسګونو ملکیان وژل کیږي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، مرغومې ۱۹، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د عراق په موصل ښار کې د امریکا په مشري د «داعش» پر ضد د ایتلافي ځواکونو په بمبار ۲۷ تنه ملکي وګړي ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

د عراق مدني فعالانو او د موصل ښار اوسیدونکي وايي چې دا لومړی ځل نه دی او نه داسي ښکاري چې وروستی ځل به وي، ځکه چې هره ورځ د داعش پر ضد اهدافو باندي د بمبار په پلمه د موصل ښار څخه د کډوالو قافلې تر بمباریو لاندي نیول کیږي او پر ځمکه یې عراقي پوځونه، کردي او شیعه ملیشې له ښاره راوتونکي ولسي وګړي نور هم زوروي.

تېره ورځ د موصل ښار ته نیژدې د بیړنیو مرستو جوړ شوي روغتون مشر «دوکتور احمد رائد الحمداني» رسنیو ته وویل چې دوی ته د ټپيانو سره راغلیو ولسي وګړو وویل چې ۱۵ ملکي وګړي هغه وخت ووژل شول کله چې د ایتلافي ځواکونو الوتکو د ملکي وګړو د تیلو موټر په نښه کړه چې له امله یې ۱۵ ملکي وګړي ځای پر ځای ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.

نوموړي وویل چې په نښه شوي موټر او شاوخوا خلک ټول ولسي وګړي وه د اسلامي دولت ډلي «داعش» سره یې هیڅ اړیکه نه لرله.

حمداني همداراز ویلي چې د ایتلافي ځواکونو الوتکو د موصل ښار په ابن الهیثم کلي باندي ۳ توغندۍ وتوغولې، چې له امله یې دلته هم ۱۲ تنه ووژل شول او د شاوخوا کورنو تر څنګ یو شمېر موټر هم زیانمن شول.

نوموړي ویلي چې دغه سیمه په خلکو ډکه ده ځکه چې د موصل تر نورو سیمو نسبتا امن لری.

د شنوونکو په نظر په موصل ښار کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د داعش په ګټه تمامیږي ځکه چې له همدې کورنیو څخه پاته، ماشومان، ښځي او ځوانان د انتقام په خاطر وروسته پر عراقي ځواکونو سرتیري بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x