
قدس: د موټر وهني په پېښه کې څلور یهودي عسکر مړه او ۱۵ ټپيان دي
نن ټکی اسیا (يكشنبه، مرغومې ۱۹، ۱۳۹۵ل): د فلسطین په پلازمینه قدس شریف کې یوه فلسطیني ځوان د موټر څخه په استفادې ۴ تنه یهودان وژلي دی او ۱۵ تنه یې نور ټپيان کړي دی.
پېښه نن ورځ د القدس ښار په «بلدة جبل المکبر» کې د یهودانو په یوه مېشت سیمه کې را منځته شوې ده.
د اسرائیل پولیسو تر اوسه د بریدګر هویت نه دی څرګند کړی خو ویلي چې یوه فلسطیني ۱۵ اسرائیلي عسکر د «ارمون هنتسیف» په نامه د یهودانو کلې کې هغه وخت په موټر وهلي دي کله چې هغوی له یوه «بس» موټر څخه د کښته کېدو په حال کې وه. پولیسو د پيښي بشپړ جزئیاتو پر نشرولو بندیز لګولی دی.
د الجزیرې د راپور سره سم ټپي شوي عسکر د «القدس» ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي، چې د هغو څخه اقلا د یوه روغتیايې وضعیت د اندېښنې وړ دی او څلور نور په متوسط ډول ټپيان شوي دي، د نورو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی.
پولیسو ویلي چې د پيښي وروسته یې بریدګر ځای پر ځای وژلی دی .
باید وویل شي چې ددې تر مخه هم فلسطیني ځوانانو د وسلو او نورو وسایلو د کمښت له وجې اشغالګر یهودان په ورته توګه په نښه کړي دي چې له امله یې مرګ ژوبلې تر څنګ په یهودانو کې وېره خپره شوې ده.