کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / د يو ملنګ له خولې !

د يو ملنګ له خولې !

اسدالله غيرت

يوه ورځ کله چې ښوونځي ته روان وم ، د لارې په اوږدو کې مې د سيمې پر نامي ملنګ چې ټول ژوند يې د خدای ج عبادت ته ځانګړی کړی ، سترګې ولګيدي .

ملنګ د لارې پر سر د مټک (چارمعز) ونې لاندې غړمبې غړمبې اور ځان ته بل کړی وو ، شاوخوا ترې ماشومان چاپير وو او ملنګ ورته په لوړ اوز د لمانځه ټکي تکرارول .

ملنګ ته مې وويل راځه چې ښوونځي ته دې بوځم ، ساعت به دې تير شي

ملنګ سترګې راپورته کړې ، په داسې خال کې چې سترګې يې له خوبه ډکې وي ، راته يې وويل : زه له خدای ج څخه پيعمبر ص ته نه يم وزګار او ته مې ښوونځي ته بيايي .

د ملنګ ددې خبرې په اوريدو مې د ښوونځي لاره ونيوه او ترې لاړم

د لارې په اوږدو کې مې د ملنګ په دې خبره چې ( زه له خدايه پيغمبر ته نه یم وزګار او ته مې ښوونځي ته بيايي ) سوچ وکړ .

وروسته له څه فکره د ملنګ دغه خبره راته يوه داسې لويه خبره ښکاره شوه چې تر دې دمه راته هيچا نه وه کړې .

د ملنګ دغه بې شانه خبرې زما په ژوند کې زښت ډير مثبت بدلون رامينځ ته کړ .

او د ژوند هرې شيبې ته يې په ډير احتياط د سر ورښکاره کولو ته اړويستم


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*