شعـــــرونه

غزل/ پاکيزه ژمنه

پاکيزه ژمنه

د خاموشې مينې شوره لېونۍ شوم

په چينه باندې بل اوره لېونۍ شوم
لا تراوسه مې کتلي چاته نه دي
را په غاړه شوې پيغوره لېونۍ شوم
په لوړ نوم دپښتون قام  به نازيدمه
چې شمله يې شوه نسکوره لېونۍ شوم
ټول د کلي لوی، واړه راپورې خاندي
راشه حال ته مې اوس ګوره لېونۍ شوم
غمه ملا مې شوله ماته ستا له باره
په تنکيو اوږو سپوره لېونۍ شوم
خدای دې مه لره ناترسه انقلابه
تا مې “ژمنــه” کړه سرتـوره لیونۍ شوم
پاکيزه ژمنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x