fbpx

د پرېشانۍ عوامل او حل لارې

 مصدق اکرم اسحاقزی

پرېشاني په افغانستان ک‌ې نن سبا تر ‌ډیره حده زیاته شوې او هر انسان ترې متضرره دی، چې ‌ډېر شمېر ځوانان، سپین ږیري ، ترې ناوړه اغېزمن دي ،چې د رواني ناروغیو ترڅنګ ګڼ شمیر پر جسمي او فزیکي ناروغیو هم اخته دي، چې پدې ‌ډول موږ کولای شو پریشاني په هر اړخیزه توګه مطالعه کړو اود حل لارې ورته پیدا کړو. اکثره وخت پرېشاني له وړو او غټو پېښو څخه رامنځته کېږي، هغه عوامل چې پریشاني رامنځته کوي ‌ډير دي ،خو غواړم دلته یو څو عوامل او حل لارو څخه یادونه وکړم:

۱ بې کاري

بې کاري دپریشانۍ یو مهم لامل کیدای شي؛ ځکه چې د انسان په جسمي او رواني حالت باندې مستقیم اغیز کوي ،یو ځوان په ‌ډېر و ستونزمنه توګه یو دولتي پوهنتون ته بریالی کېږي له ځان سره د خپل راتلونکې لپاره رنګا رنګ خوبونه ګوري؛ چې کله فارغ شي، نو د خپلو خوبونو تعبیر ته به رسېږي ‘خو بده مرغه وروسته له فارغت د دندنې په لټه کې نور له ژونده نا امبده کېږي.

حل لاره یې داده، چې ځوان اولوستی شخص باید له ژونده نا امبده نشي او پخپلو زده کړو دې هم بسنه ونکړي، بلکې د خپل علمي پانګې د زیات والې په لټه کې شي

۲ ککړتیا:

دا چې ککړتبا په څو ‌ډوله ده، خو غواړم دلته په دوه ‌ډوله ککړتبا بحث وکړم

۱ صوتي ککړتبا

۲ غګیزه ککړتیا

لومړې صوتي ککړتیا موږ پخپل چاپېریال کې له مختلفو صوتي ککړتبا څخه متضره یوو، چې ځینې اشخاص د موسيقۍ غږ دومره پورته کوي، چې د انسان ذهن نا ارامه کوي همدغه نا ارامتبا انسان د پرېشانۍ لامل ګرځي.
حل لاره یې داده چې له دغه ‌ډول صوتي ککړتیا څخه د مخنبوی وسایلو او یا هم له دغه ‌ډول محیط څخه لرې والی وکړئ.

دویم د هوا ککړتیا

پاکه هوا د ژوندیو موجوداتو لپاره د لوی رب ستر نعمت دی او دا موږ ته پکار ده؛ چې د الله تعالی له دغه ستر نعمت شکر ادا کړو.

کله چې خپل چاپېریال په بد حال “ککړ” وګورو، ذهن مو نا ارامه کېږي .

حل لاره یې داده چې خپل شا او خوا چاپېریال پاک وساتو تر څو د پاکې هوا په تنفس کولو سره خپل ذهن ته ارامتیا ور په برخه کړو.

۳ د واده وروسته والی

ځینې وخت انسان غواړي واده وکړي او خپل ژوند ته بدلون ورکړي، خو ځینې بیا د اقتصادي او یا هم د نورو عواملو په اساس واده کولو ته په تمه وي چې واده هم دوه حالته لري.

لومړې حالت

که مو اقتصادي حالت دې بهتره و نو ژوند به مو خوشاله تبریږي هیڅ ‌ډول ذهني پریشاني به مو نه وي

دویم حالت

که اقتصادي وضعیت مو هم کمزوری وي نو ژوندبه موله یو ‌ډول چلنچ سره خامخ کیږي ژوند ورځ تر بلې خرابېږي؛ چې دواده وروسته والی او اقتصادي مشکلات انسان په پریشانۍ اخته کوي .

حل لاره یې داده، چې انسان دې همیشه باید زیار وباسې او خپل اقتصاد ته دې وده ورکړي.

۴ ټولنیز مشکلاتو ‌ډیر والې

د افرادو دټولګیو څخه رامنځته شوی ټولنه کې د افراد په واسطه د نورو په حقوفو تېری ، تهدیدونه،بې امنیتي، اقتصاد ، روغتیا اوداسې نور عوامل په ژوند او رواني حالت باندې اغیزې شیندي.

حل لاره یې ټول باید ملي ګټو او قانون ته بشپړ درناوی دسیمې د امنیت په ټینګښت کې له سیمه ایزې ادارې سره همکاري تاسوته په سیمه کې د اقتصادي، پرمختیایي ، امنیتي کارونو په پلي کولو کې ذهني ارامتبا مو کېدای په برخه شي.

۵ د یو پېښې په لیدلو

د یو پېښې په لیدلو سره هم انسان په پریشانۍ اخته کوي یو اروا پوهان وایي، که یو شخص ته په مکمله توګه ۱۵۰۰ درجې د ذهن ارامتیا ورکړو او دغه شخص د مطالعې په حال کې وي او په پرتله د یو بل شخص ته چې ټکر کوي؛ نو دغه لومړې شخص چې د مطالعې په وخت کې ټکر ته متوجې شوی له دغه ټکر سره ۷۵۰ درجې اغیزمن شو او ذهن یې هرومرو پریشانه کېږي.

حل لاره یې هم داده چې کوښښ وکړئ، چې شنو ځایونو، پارکونو،رودونو خواته د ې چکر ووهئ او له خوش طعبه ملګرو سره وخت تېر کړئ.

۶ بې امنیت

بې امنیتي دپریشانیو یوعمده لامل دی ،چې نه یواځې په ملي سطحه خلک یې په رواني پریشانۍ ناروغیو اخته کړي، بلکې په ڼړیواله سطحه یې هم خلک په رواني ناروغیو اخته کړي.

چې د حل لاره یې په نړیواله کچه د ټولوهیوادونو ملي حاکمیت په نظر کې نیولو سره په نړیواله کچه سولې او امنیت لپاره کار کول دي.

۷د ښاري رنګونو تلل

دا په دې معنا چې هر هیواد او بیا په هر ولایت کې هر ښار ځانته خپل خاص رنګونه لري چې ځینې رنګونه خسته کوونکې وي لکه تور، خاکستري چې انسان په رواني پریشانۍ اخته کوي.

حل لاره یې دا چې هر ښار ،کور لپاره دې داسې رنګ وټاکل شي چې د انسان طبعیت ته یو ‌ډول خوښي ور په برخه کړي، او خسته کوونکې رنګونو څخه ځان ساتنه وکړي.

هر انسان په ژوند کې ‌ډول، ‌ډول مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي .که غواړئ چې له ذهني پرېشانۍ او مشکلاتو خلاص شئ نو لمونځ وکړئ . قرانکریم تلاوت کړئ او د الله تعالی ذکر وکړئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د