ادبي لیکني

ژوند ادبي بهیر ۸۱ مه ناسته هم وکړه!!

ژوند ادبي بهیر۸۱مه ناسته دروان کال ۱۳۹۲/۹/۲۵مه نېټه دننګرهارپوهنتون په انګړکې دجمال الدین (ثاقب)په تلاوت پیل کړه.

ویاندسباوون خاموش دتېرې اونۍ دراپوراورلوله پاره دنقیب احمدعزیزي په نه شتون کې خوشال درانی وروغوښت،په راپورځکه خبرې ونه شوې،چې راپورلیکونکی نه و،دکره کتنې له پاره هلال عاجز دلنډې کیسې د راوړلوژمنه کړې وه،خونه وراغلی.کره کتنې برخه ادبي درس ته ځانګړې شوه،چې خوشال دراني په کې دپښتوژبې سترلیکوال اوشاعرخوشال خان خټک په اړه دلیکل شوتېزسونوپه باره کې مالومات ورکړل،

پرخوشال خان خټک تر دې ګړۍ ډېرمونوګرافونه،ماسترۍ تېزسونه لیکل شوي،خوکوم چې د دوکتورا تېزسونه لیکل شوي،دهغې یادونه کو.

۱:خوشال خان خټک ژوند او کارونه.

دا تېزس مېرمن خدیجه بېګم فیروزالدین په انګریزۍ ژبه پر(۱۹۲۸ـــــ۱۹۳۸م)کالوپه منځ کې لیکلی،چې موږیې د خان په اړه لومړنی تېزس ګڼلای شو.

۲:افغان کلاسیک شاعرخوشال خان خټک ژونداوهنري تخلیق.

دا ارواښاد پوهنوال ګل محمد نورزي دخپل(تېزس په (۱۹۴۹)م کال په مسکوکې په روسي ژبه لیکلی.

۳:خوشال او جمالیات.

دا تېزس د اقبال نسیم خټک دخپلې دوکتورا له پاره لیکلی.

۴:خوشال خټک لیریک.

داد دروسي ځوان پلاوین میخاېل سرګیوېچ د دوکتورا له پاره په ۱۹۹۲م کال لیکلی دی.

ټولوګډونوالوادبي درس خوښ کړ،اوخپل نظرونه یې هم پرې ورزیات کړل.وروسته ازاده مشاعره وشوه،چې په لسګونه شاعرانویوبل ته خپل افکارښکاره کړل.

دغونډې ارزونې ته هدایت نور ستانکزی وبلل شو،نوموړي غونډه ښه وارزوله،اوپه دې خوښي ښوده،چې نن دژوندادبي بهیرکې ګډون کوي.((له ډېره وخته دژوندادبي بهیرله نوم سره اشناوم،راپورونه مې لوستل،خودیولړستونزوله کبله مې نه شوای کولای،چې ګډون په کې وکړم.نن مې دا ارمان هم پوره شو))

غونډه دملګروپه مخه ښې پای ته ورسېده.

خوشال درانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x