احیاء اسلام او په خپلو تګلارو نظر ثاني (لومړۍ برخه)

عبدالله مسافر

د هر نهضت یا دولت د کامیابۍ راز په اغيزمنه توګه د دوو قوو په کارولو کې نغښتی دی. يوه (القوة الصلبة) یا له زور کار اخیستل داسې یو اصل دی چې تاریخ پرې شاهدي وړاندې کوي، ولې ترڅو چې قدرت یا قوت چا ته ښکاره نه کړي، بعیده ده چې څوک درته په درنه سترګه وګوري. او بله قوه (القوة الناعمة یا ديپلوماسي، هغه اله ده چې يوازې هغه قدرتونه د کامیابي پړاو ته رسولای شي چې نوي بدلولونونه ښه تحلیل کړي او د حریفانو له رقابتونو څخه په مهارت استفاده وکړي.

په مکه مکرمه کې له ۱۳ کلنې سوليیزې مبارزې وروسته رسول کریم صلی الله عليه وسلم په دې ښه پوه شو چې قریش نور د اسلام قبلولو ته چمتو نه دي او بالعکس په مقابله کې ولاړ دي؛ نو ځکه یې يثرب (مدینې منورې) ته هجرت وکړ، څنګه چې د اسلام نوی مقدس کور ته راورسید، سمدستي یې د ښار له یهودو او نورو اوسیدونکو سره او همدا راز په ښار راچاپیر مشرکینو قبیلو سره لکه بنو دمرا، بنو غفار او جهیند سره د صلح تړونونه امضا کړل، د دې تړونونو مقصد یوازې سوداګري او له خپل همسایه سره ښه روابط ساتل نه وو، بلکې دا د یو مشترک دښمن (قریش) په ضد د اتحاد یوه توافقنامه وه، ځکه که په جزیرة العرب باندې د قریشو انحصار نه وای مات شوی نو بیا د مسلمانانو د بقا‌ء او رشد چانس له صفر سره ضرب کیده.

که مسلمانان غواړي چې له اوسني خطرناک حالت او مظالمو نه ځان وژغوري؛ نو له هرڅه لومړي باید خپل اصلي دښمن وپیژني، چې د دوی د مبارزې په مخ کې خنډ جوړوي او هر ځای د اسلامي نظام مخنوي کوي.

دا له هرڅه زياته ضروري ده چې نن په ټوله کې مسلمانان او په ځانګړي ډول اسلامي تحریکونه په دې پوه شي چې په دې عصر کې زموږ اساسي دښمن د امریکا متحده ایالات دي.

نن د امریکا متحده ایالات له خپل ټول نظامي او اقتصادي قدرت سره، په هغه نړیوال لیبرال نظم کې تر هر چا ښه پرمخ روان دي، چې دوی په ډیرو قربانیو او د دوو نړیوالو او یو اوږد سوړ جنګ نه وروسته رامنځ ته کړ. هغه رژیمونه چې دوی په پښو درولي، نړیوال سوداګري سازمانونه، د ناټو او EU تحالفونه او داسې نور لیبرال نهادونه ټول د امریکا د قدرت انعکاس او د امریکا مصالحو لپاره د امریکا له سواحلو د باندې په لیرې پرتو سیمو کې کار کوي.

همدا وجه ده چې له منځني ختیز نه بیا تر اوروپا پورې او له آسیا نه نيولې بیا تر افریقا پورې، وينو چې امریکا په هر ځای کې د هغه ریفورمستانو او انقلابیانو تشویق او کومک کوي چې د لیبرالي نظام لپاره کار کوي او خپلې ټولې هڅې یې د ډیموکراسۍ مور (د امریکا متحده ایالات) ته ډالۍ کړې وي.

خلاصه دا چې ټولې ډیموکراسۍ او ډیموکراتیک خوځښتونه، په خپلو اوسنيو حدودو کې امریکا ته او د امریکا مهمو ارزښتونو ته هیڅ خطر نه متوجه کوي، او برعکس هم له اقتصادي او هم له نظامي پلوه په نړیواله سطحه د امریکا د ګټو په مخته بیولو کې لاس په کار دي.

که د نړۍ اوسنيو حالاتو ته وګورو نو وینو چې دا ځمکه د مسلمانانو لپاره سره تبۍ ګرزیدلې او مسلمه امت هم په دې ډیر ښه پوهیږي چې غرب ددوی ګډو بشري او مادي منابعو ته د ګواښ په سترګه ګوري او ډیر تمرکز يې په دې چې دا قوم څنګه په دائمي ډول په جنګونو او خپل منځي شخړو مبتلا کړي.

خو بیا هم په داسې توره تیاره کې د لمر وړانګې برښیدلای شي، که چیرې موږ په دې پوه شو چې اکثره وخت هغه څه چې موږ یې قدرت یا زور ګڼو، همغه د دښمن تر ټولو غټه کمزوري باندې هم تعبیریدلای شي.

امریکا له شک او شبهې پرته د نړۍ یو زبرځواک دی، چې د نوي نړیوال نظام (New World Order) او د دې نوي نظام امنیتي چارې پر مخ بیایي او په ډیر فخر او بې شرمۍ سره یوازې او یوازې د خپلو موخو لپاره کار کوي؛ مګر د امریکا دغه جوړښت د امریکا لپاره تر ټولو ستر دښمن هم ګرځیدلای شي.

نور بيا…………

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

مسافر وروره سلامونه می ومنۍ ! تاسی ډیری ښی موضع ته اشاره کړی، زه به هم څه ورسره زیات کړم او هغه داچه: تاسی لیکلی ( چه زمونږ دشمن امریکا ده )، امریکا د خلکو یوه سیمه او په هغه سیمه کی ښه او بد خلک شته یعنی د امریکا عام او حکومت سره توپیر لری، د امریکا په سلو کی یوه برخه بیلونران حکومتی خلک بار دننه بدی کړنی او استثماری هڅی لری د ننه د قانون او بهر په مرمیو او ډالرو استثماری او استعماری کړنی ترسره کوی یعنی د امریکا په سلو کی نهه نوی برخی خلک… نور لوستل »