
د ایران پخوانی ولسمشر «علي اکبر رفسنجاني» ومړ
نن ټکی اسیا (يكشنبه، مرغومې ۱۹، ۱۳۹۵ل): د ایران رسمي خبري اژانس نن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددغه هیواد پخوانی ولسمشر «علي اکبر هاشمي رفسنجاني» د زړه دورې له امله په حق ورسېدی.
اژانس وویل: «ایة الله هاشمي رفسنجاني وروسته تر هغه چې د اسلامي او انقلابي اهدافو لپاره یې خپل ژوند وقف کړی وو، نن ومړ».
ایراني تلویزون د نوموړي د مرګ د خبر ورکولو تر څنګ وویل چې په روغتون کې ډاکټرانو ډېره هڅه وکړه چې د هغه ژوند وژغوري خو وې نه کړای شوه.
باید وویل شي چې د نوموړي تر مرګ یو ساعت مخکې رسنیو ته خبر رسېدلی وو چې رفسنجاني د زړه دورې له امله روغتون ته انتقال شوی دی خو په اړه یې نور معلومات نه وه.
رفسنجاني ۸۲ کاله عمر ژوند وکړ، هغه د خپل ولسمشرۍ وروسته هم د ایران په «انقلابي» نظام کې یو مهم او متنفذ شخصیت بلل کېدی، نوموړي په اوس وخت کې د هغو اختلافاتو د له منځه وړلو مجلس دنده په غاړه لرله چې د پارلمان او د اساسي قانون د ساتني د شورا تر منځ کیدای شي را وټوکیږي.
رفسنجاني په کال ۱۹۳۴ د اګست په میاشت کې زېږدلی وو، د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۹ تر منځ د ایران د پارلمان رئیس پاته شوی، د کال (۱۹۸۹ – ۱۹۹۷) تر منځ د دوه ځله لپاره د ایران ولسمشر پاته شوی دی.
د رفسنجاني په اړه ویل کیږي چې هغه د ایران په نظام کې د هغو معتدلو شخصتیونو څخه وو چې د غرب او امریکا سره یې د ښو اړیکو جوړولو غوښتنه کول.