دفلکي علومو لارښود (2) دفلکي علومو دثلاثي الأبعاد پیژندنه

مفتي احسان الله

مشهور محدث او فلک پوه موسی روحاني بازي (مړينه: 1419هـ = 1998م) رحمه الله وايي: علم فلک دالله پر وجود او دهغه پر توحید، دلوی رب پر عظیم قدرت او ستر حکمت باندي داقرار او اعتراف کولو، لوی باعث دی.

دفلک دعلم په ذریعه ډیری دیني مسایل اسانه کیږي، لکه سمت قبله، دلمونځو تخمیني اوقات، دمیاشتي دلیدلو په شهادت کې هم ډیره فایده ترینه اخیستله کیږي.

دشام مشهور فلک پوه محمد البتاني (زوکړه: 858م. مړینه:929م) رحمه الله دعلم فلک په اړه وايي: علم فلک له ډیرو ښو علومو نه دی، ډیر زیات ښایسته علم دی، زړه ته ډیر نیږدي دی، نفس ته ډیر خوږ دی، دفکر او نظر دتازګي لپاره تر ټولو غوره علم دی، دفهم دصفايي او دعقل دتمرین لپاره تر هر څه ښه اله دی.

قدیم فلکیاتو کې روښتیا هم داسي خبرو شتون درلود، چې له شریعت سره يې سمون نه درلود، لکه دافلاطون او دهغه دشاګرد ارسطو او دبطلیموس نظریات چې کم او زیات 1,000 کاله پر نړۍ مسلطه وه، خو دعباسیانو دخلافت په دور، په ځانګړي ډول بیا دمامون دخلافت په زمانه کې دډیریو نظریاتو اصلاح او سمون وشو، مسلمان علماوو نړۍ ته له هغې فاسدي نظريې نه نجات ورکړ.

نو دا ویل به بې ځایه نه وي، چې دفلک علم زموږ له دین سره په ټکر کې نه، بلکې زموږ یوه ديني او وراثتي فریضه ده، چې دخپلو اسلافو پر پل قدم کښېږدو او دعصري او ديني علومو دواړو په نصاب کي نوي فلکي علوم شامل کړو، نه یوازي دا چې دمعلومات دزیاتوالي لپاره وخت ورباندي ضایع کړل شي، بلکې دیو اسلامي نظريې له مخې دفلک دعلم په برخه کې ځان ماهر جوړ کړ، او داوسني عصر لپاره بیا تر بل هر وخت لازمه خبره ده، ځکه په اوسنۍ نړۍ کوشش کوي، په فضا کې رنګارګه څيړني تر سره کړي، او له هغو نه دخپل ملت دهوسایني لپاره کار واخلي.

الله دي نه کړي، که موږ هم داسي، دفلک دعلم په برخه کې غافل او نا خبره پاتي شو، نو غیر مسلم فلک پوهان، چې دحسي تجربو او مشاهداتو پر بنا عجیب او نادر معلومات وړاندي کوي، دهغوی په فکر به هغه هر څه دسترګو لیدلی حال وي، خو موږ به دخپلي ناخبرۍ له امله، دیو اسلام پوه په حیث دهغه تردید کو، چې دا ناسم او بې منطقه کار دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.