افغانستان

د اشرف غني لور افغانستان ته راغلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۰، ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت د ولسمشر محمد اشرف غني لور او د نیویارک مشهوره هنرمنده «مریم غني» افغانستان ته راغلې ده.

آغلې مریم افغانستان ته د سفر پر مهال په کابل کې د دارالامان تاریخي ماڼۍ لیدنه کړې. هغې تېره ورځ د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور سره یوځای نوموړې ماڼۍ له نږدې وکتله.

د ښار جوړولو وزارت ویاندې نیلوفر لنګر ویلي چې د اشرف غني لور غواړي چې د یادې ماڼۍ په اړه یو مستند فلم جوړ کړي.

د تنظیمي جګړو پر مهال زیانمنه شوې دغه ودانۍ چې اوس یې د میلیونونو ډالرو په لګښت د بیا رغونې چارې روانې دي، د امیر امان الله خان په وخت کې رغول شوې او د افغانستان له تاریخي ماڼیو څخه شمېرل کیږي.

نوموړې ماڼۍ په ۲۰۰۱م کال د امریکا په بمبارۍ کې هغه مهال لا زیانمنه شوه چې د یو بم له کبله یې په مینځ کې یوه لویه کنده جوړه شوه.

افغانستان ته د ولسمشر اشرف غني د لور د راتګ موخه هم دا ښودل شوې چې د یادې ماڼۍ د بیا رغونې د چارو په اړه یو مستند فلم جوړ کړي.

مریم غني اراده لري چې د «بېرنګ» په نامه له یو بل افغان هنرمند سره په ګډه په امریکا کې د افغانستان په اړه یو فلمي ارشیف نندارې ته وړاندې کړي.

مریم غني ۳۶ کاله عمر لري او دا مهال له مور او پلار څخه لرې د امریکا په نیویارک ښار کې اوسیږي. هغې د نیویارک له بروکلین پوهنتون څخه د انځورونو په برخه کې ماسټري اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

عجیبه نړۍ ده ! مریم جانې په نیویارک لنډغري کوله خو په افغاستان کې باداري کوي !
اوس به په کوم لوده راتلونکي مېړه پسې ګرځي !!!

ضمیر

پتنګ وروره ! غنی د نړی دوهم متفکر یعنی د هر ډول قومی او مذهبی حدودو خارج کسان دی هغوی په نکاح کله باور لری هغوی ازاد او عامه ملکیت کی ځان شمیری ، په یوه ننګولی اکتفا نه کوی حتی یو وخت کی د څو ننګولو ( کتغو ) خوند ګوری صبا بل او بله ورځ نوری او نوری مزی ګوری، افغانستان ته هم د نوو مزو د تر لاسه کولو د پاره تللی ده.

ساحل

هر یو ګران ورور پتنګ او ضمیر ته فقط دومره وایم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث:
“من کان یؤمن بالله والیوم الآخر فلیقل خیرا أو لیصمت” باندې عمل وکړئ او بس. طعن او بهتان مه وایاست ځکه چې الله تعالی ته یې ځواب ویل ډېر سخت دي.

فرهاد

ساحل جانه ، تاسی حدیث شریف لیکلی او په حدیث شریف د قران دایتو سره په جنګ کی یاست ، قران فرمایی څوک جه د مسلمانانو به ضد د کفارو سره ملتیا لری په یوه محاذ کی د هماغه کفارو په وسلو خپل مظلوم مسلمان اولس وژنی هغوی د هماغه کفارو له ډلی څخه دی ، غنی د هغو په سر کی قرار لری ، او تاسی ساحل د غلامو کفارو د پاره چه دغه حدیث مبارکه کاروی تاسی به تر هغوی هم په ښکته کنده د دوزخ کی وی ، ضمیر او پتنک د هغوی او د هعوی د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x