افغانستان

ناټو د فراه ولایت ته ۲۰۰ عسکر لیږلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۰، ۱۳۹۵ل): د ناټو ویاند وايي چې د ناټو ۲۰۰ عسکر د فراه ولایت ته رسیدلي دي، تر څو په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو سره مرسته وکړای شي او هغوی ته روزنیز او مشورتي پروګرامونه په کار واچوي.

نوموړي ویلي چې دغه ځواکونه د امریکا او ایټالیا دي.

باید وویل شي چې د روزګان او فراه چارواکو د تېر دوبي په جګړو کې د امریکايي او اسټرالیايي ځواکونو څخه غوښتنه کړې چې بیرته دغه ولایتونو ته ور وګرځي او د طالبانو سره په جګړه کې ددوی سره مرسته وکړي.

د ناټو ویاند ویلي چې ناټو یاد شمېر ځواکونه ځکه فراه ولایت ته د «یوې اونۍ» لپاره لیږلي.

باید وویل شي چې درې ورځي وړاندي د امریکا دفاع وزارت هم اعلان کړی وو چې د طالبانو سره د جګړې لپاره هلمند ته ۳۰۰ عسکر لیږي.

امریکا په داسي وخت کې هلمند ته عسکر لیږي چې څو ورځي وړاندي طالبانو د لښکرګاه او کندهار تر منځ لویه لاره د یوې میاشتي لپاره خوشي کړه او د لښکرګاه ښار اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چې خپل اړتیاوي پوره کړي ځکه چې وروسته کیدای شې ډیري سختي جګړې را منځته شي.

تېره ورځ د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل غبرګون کې ویلي وه چې امریکایان اوس هم د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې او همداسي د کمپ باسټن په لویه قرارګاه کې وجود لري خو له خپلو «خوندي غارونو را وتلای نه شي، که داسي وکړي وبه وژل شي».

قاري یوسف احمدي ویلي وه چې د طالبانو د سلهاو زره امریکایانو په وجود کې خپل پرمختګ جاري وساته، د څو نورو عسکرو په شتون به ددوی پرمختګ ځنډنی نه شي.

د شنوونکو په نظر هلمند ته د امریکايي تازه دمه عسکرو لیږل به په دغه ولایت او شاوخوا ولایتونو کې جګړه نوره هم تونده کړي او په معنوي توګه به د طالبانو موقف او د جګړې مشروعیت لا نور هم قوي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x