تېرکال امریکا د افغانستان په ګډون اوه هیوادونو کې تر ۲۶ زره زیات بمونه غورځولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۰، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر باراک اوباما په مشري کې امریکا تېر کال ۲۰۱۶ کې د نړۍ پر اوه هیوادونو باندي ټول «۲۶۱۷۱» بمونه غورځولي چې له امله به یې په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي خو کره شمېره یې څرګنده نه ده.

باید وویل شي چې دا شمېر د کال ۲۰۱۵ او د هغه تر مخه کلونو کمه بلل شوې ده، ځکه چې هغه مهال لیبیا، یمن او پاکستان کې هم زیاتي بمبارۍ کېدلې او امریکایان هم په زیاته کچه په افغانستان کې په عملیاتو بوخت وه.

باید وویل شي چې دغه شمېرې له هغو معلوماتو څخه اخیستل شوي چې د امریکا حکومت د رسنیو په واک کې ورکړي دي او د امریکا یوې تحقیقاتي ادارې څیړنه باندي کړې ده.

«کونستل آف فارین ریلیشن» څیړنیزي او پالیسي سازي ادارې ویلي چې امریکا په تېر کال کې تر ټولو زیاته بمباري پر سوریه او بیا پر عراق کړې، ځکه چې په دغه موده کې پر سوریه (12192) او پر عراق (12095) بمونه غورځول شوي دي.

تېر کال ۲۰۱۶ کې امریکا په افغانستان کې ټول ۱۳۳۷ بمونه غورځولي، پر لیبیا یې ۴۹۶، یمن ۳۴، صومالیه ۱۴ او یوازي درې بمونه یې پر پاکستان غورځولي دي.

باید وویل شي چې یادي شمېرې یوازي د امریکايي ځواکونو د بمباریو دی، د هغو بمباریو نه دي چې د امریکا سره ایتلافي ځواکونو په سوریه او عراق کې کړي دي او یا هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو تر سره کړي دي.

د یادوني وړ ده چې تېر کال په کندز، روزګان، پکتیکا او جلال اباد کې په لسګونو عام وګړي د امریکایانو په بمباریو کې ووژل شول چې هغه وخت امریکایانو اعتراف هم باندي وکړ او د نورو پلټنو خبر یې ورکړی وو، خو بیا یې هیڅ درک ونه لګېد او نه هم حکومت د پلټني ژمني په سي تعقیب کړې.

په ننګرهار، کندز او نورو ولایتونو کې حکومتي چارواکي تل د ملکي تلفاتو په پيښه کې د امریکایانو تر مخه اعلان کوي چې په بمباریو کې په لسګونو طالبان یا داعش ووژل شول خو وروسته څرګندیږي چې په اکثرو بمباریو کې عام وګړي له منځه تللي وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د